مشروعیت، حاکمیت او واک — د ښې حکومتوالۍ درې اړین ټکي

لیکوال او راټولونکی: مسیح الله نوري

په اوسنۍ نړۍ کې حکومتوالي او ټولنیز اقتدار په ټولنو کې په یو مهم اصل بدل شوی. د داسې ټولنې لټون چې حکومت او رهبریت ونه لري یو ستونزمن کار دی. په ټولنو کې وګړي د خپلمنځي نظم او پایښت لپاره اړ دي تر څو حکومتونه جوړ کړي.

حکومتونه په بېلابېلو لارو چارو جوړیږي، ځینې د وګړو په خوښه منځ ته راځي چې د خپلواکو او پټو ټاکنو حکومتوي جوړښتونه یې ښه بېلګه ده، ځینې بیا د تورې او ټوپک په زور حکومتوالي کوي او داسې نور… هغه مسأله چې د ډېرو پولېټیکل ساینټسټآنو اندونه يې ځانته را اړولې دا ده چې د ښې حکومتوالۍ لپاره معیار په کومو ټکو کې نغښتی؟

مشروعیت، حاکمیت او واک هغه درې اړین ټکي دي چې د حکومتوالۍ او رهبرۍ یو ښه انځور مونږ ته را ښيي. د هر عنصر شتون په حکومتوالۍ کې اړین دی او یوازې په یوه عنصر مختګ ناشونی ده.

مشروعیت:

دا اصطلاح د منځنیو پړیو راهيسې په دېره پراخه معنی د حکومتوالۍ په چوکاټ کې کارول کیږي. مشروعیت یو فکري پدیده ده چې د خلکو په اندونو کې د حکومت سلطه ته د پوره حق جامه وراغوندي. پدې معنی چې خلک دا فکر وکړي چې حکومت د حکومتوالۍ پوره حق لري او مونږ د حکومت پر وړاندې د تابعدارۍ مسؤولیت لرو. د هر دیموکرات او دکتاتور حکومت را هیله ده چې د خلکو په وړاندې ومنل شي او د خلکو طرزالفکر د خپلو ګټو پر وړاندې بدل ګړي.

په لنډو ټکو د مشروعیت تعریف دا ډول کولای شو:

د خلکو په ذهنونو کې د منل شوی حکومت انځور ته د حکومت مشروعیت وایي.

د مشروعیت معیار او مقیاس په ساده توګه د نظامي جوړښت په ډېرښت او یا کمښت پورې تړاو لري. د بیلګې په توګه ډنمارک او ناروې د کمو پوځي سرتېرو له اړخه حکومت ډېر مشروعیت لري، ځکه چې حکومت د تهدید او زورواکۍ کومه نښه نه ویني.

بل طرف ته عراق او شمالي کوریا د ډېرو پوځي سرتېرو د لرلو له اړخه په پوره توګه مشروعیت نلري، دا ځکه چې حکومت تهدید محسوسوي او د اجبار کار اخیستې ته اړتیا ویني.

د مشروعیت نشون بېلابېلی سیاسی، ټولنیزې، او اخلاقي ستونزې جوړولای شي.

که چېرې یو حکومت پوره مشروعیت ونه لري نو خلک به مالیاتو د تادیه لپاره زړه نه ښه کوي او د عمومي نافرمانۍ ګواښونه لیدل کیږي. د مشروعیت په نشتون کې حکومتي جوړښتونه به ډېر ژر له منځه ځي او د خلکو باور د حکومت پر وړاندې کمیږي.

د مشروعیت اړوند مهمه موضوع دا ده چې څنګه یو حکومت کولای شي چې په خلکو کې مشروعیت ومومي؟ په ډېره ابتدايي سطحه کې، د امنیت تأمین ډېره اغېزه لري.

که چېرې وګړي ځانونه مصؤن احساس کړي، د دوی په اندونو کې به د حکومت پر وړاندې یو باور منځته راشي. اقتصادي تګلارې او پروژې چې د هغو په واسطه د خلکو د ژوند سطحه لوړه شي هم کولای شي چې حکومت ته په لویه پیمانه مشروعیت ورکړي. بل خوا حکومتي ساختار او جوړښت، چې په هغې کې خلک خپل ځانونه د استازو په وسیله په حکومت کې سهیم وبولي، کولای شی چې حکومت ته مشروعیت وروبښي.

حاکمیت:

حاکمیت د پولیټیکل ساینس یوه اړینه سرلیکه بلل کیږي. پخوا د حاکمیت کلمه قبیلوی او سلطنتي حکومتونه ته منسوبه وه خو اوس محال حاکمیت د یوه حکومت پر یوه معینه او مشخصه ځمکه د واک په معنی ده. دولتونه خپل سرحدونه تر کنټرول راولي او پوځ روزي تر څو د بهرني یرغلګرو پر وړاندې غبرګړون وښایي، حکومتونه د خپلې یوې لوېشتې خاورې نه ساتنه کوي او د خلکو غبرګون د حکومت د پرېکړو پر وړاندې کنټرولوي. همدغې لارې چارې د پوره حاکمیت د جوړولو لپاره ترسره کیږي.

په لنډو ټکو ویلای شو چې د دولت په یوه معلومه ځمکه او وګړو د واک لړۍ ته حاکمیت وایي. حاکمیت او مشروعیت تر ډېره یو بل سره نږدې اړیکې لري، یعنې د مشروعیت نشتون د حاکمیت نشتون او د حاکمیت نشتون د مشروعیت نشتون زیږوي.

حکومتونه د پوره حاکمیت د درلودلو لپاره د خلکو پوره باور ته اړتیا لري.

د وګړو ونډه د دولت د حاکمیت د ټینګولو لپاره ډېره اړینه لیدل کیږي ځکه چې د دولت د حاکمیت مهم عناصر د ټولنې وګړي دي.

حاکمیت یوه اکتسابي پدیده ده، یعنې دولتونه اړ دي چې د حکومتوالۍ اړین اړخ په هر قیمت چې وي تر لاسه یې کړي. ښې بېلګې یې عراق، چیچینیا او فلسطین دي.

واک:

په ټوله کې واک د یوه رهبر او سیاستوال هغه سایکولوجیک توانېدل دي، چې د هغې په واسطه خلک د خپل ځان تابع ګرځوي. د واک درلودل په دې اړه لري چې یو رهبر په کوم مقام کې دی او څومره صلاحیت لري. دا الزامي نده چې د ټولنې ټول وګړي د رهبر او ولسمشر تابعداري وکړي، مګر د حکومتوالۍ فطري ذات داسې دی چې د ټولنې ډېری وګړي به د ولسمشر او رهبر پوره تابعداري ساتي. دا تابعداري هغه وخت رامنځته کیږي چې خلک د ولسمشرۍ مقام ته په پوره مشروعیت سره وګوري.

واک خپل ډولونه لري چې د حکومتي جوړښت پورې اړه لري. د بېلګې په طور په دموکراتیک او جمهوري دولتونو کې واک د خلکو او وګړو نه د ټاکنو په واسطه رهبر او ولسمشر ته لېږدول کیږي او په دکتاتور دولتونو کې او په خاصه توګه هغه دولتونه چې د جبر او زور له لارې حکومتوالۍ ته رسیدلي واک د خلکو نه په جبري توګه د خلکو نه ترلاسه کوي. په لنډو ټکو کې واک داسې تعریفوو: واک د رهبر هغه وړتیا ده چې د هغه په واسطه د خلکو په استازیتوب ملي پرېکړې نیولای شي.

پورتنۍ لیکنه په لنډو کرښو کې دا ډول وړاندې کولای شو:

مشروعیت یعنې حکومت او حکومتوالۍ ته درناوی، حاکمیت یعنې مملکت او ملي ګټو ته درناوی او واک یعنې ولسمشر او د ولسمشر پرېکړو ته درناوی.

د دې لیکنې په لیکنه کې د ښاغلي (محمد معصوم هوتک) له کتابه (پولټیکل ساینس ته یوه کتنه) ډېره ګټه پورته شوی.

۱۰ کب ۱۳۹۶

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close