مصر: د یوه پوځي زغره وال موټر مخې ته چاودنې، ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (جمعه مبارکه ۰۹ سلواغه ۱۳۹۴ل)
د مصر الیوم خبري رسنۍ خبر ورکړی دی چې د مصر په عریش ښار کې د یوه ښوونځي مخې ته د پوځيانو پر یوه زغروال موټر چاودنه شوې، چې ۳ تنه پکې وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
خبر وایي، چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي ماین له امله را منځته شوه چې د زیات زور له کبله يې د شاوخوا ودانیو ښيښې ماتې کړي دي.
د یادولو ده ، په عربي هېوادونو کې تر ټولو لوی نفوس درلودونکی هېواد مصر دی، چې زیاتره وګړي یې اسلامپاله دي، او وروسته له هغه چې د محمد مرسي مشروع حکومت د جنرال سیسي له لوري وپرځول شو، وژنې پکې زیاتې شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close