مصر: په کلیسا بمي برید کې ۲۵ مړه او یو زیات شمیر ټپیان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۱) زرغون خوږیاڼی

د مصر په پلازمینه قاهره کې په یوې کلیسا هغه وخت بمي برید وشو، چې په کې یو زیات شمیر عیسویان موجود وو، په برید کې لږ تر لږه ۲۵ عیسویان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د مینا په نوم د مصر خبري سرچینې ویلي، چې یوه نامعلوم کس لخوا د عیسویانو یوې قبطي کلیسا«سنت مارک ارتدوکس کلیسا» ته بم وغورځول شو، چې په کې ۲۲تنه ووژل شول او ۳۵ نور ټپيان شول.

بلخوا ځینو سرچینو ویلي چې بم د کلیسا دیوال ته ایښودل شوی و، چې د یو لړ مراسمو پر مهال یې چاودنه وکړه.

د مصر د روغتیا وزارت ویلي، چې شاو خوا ۱۲ کیلويي بم د العباسیه په سیمه کې د قبطیانو د کلیسا په سالون کې ځای پر ځای شوی و، چې ۲۵ تنه پکې ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.

ددوی په وینا، کیدای شي د مړو شمیره تر دې زیاته شي.

د مصر دفاع وزارت په روغتونونو کې د پوځیانو ځای پرځای کولو امر کړی تر څو په ټپي عیسویانو بل برید رامنځته نه شي.

ټپیان سیه ییز روغتونونو ته لیږدول شوي او په ټولو روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

تر دې دمه د دې چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی.

له دې یوه ورځ وړاندې هم په مصر کې په پولیسو بمي برید شوی و چې په کې ۶ پولیس وژل شوي وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close