مصطفی حامد: له افغانستانه د امريکا تېښته کومه معامله نه؛ بلکې د امريکايانو ماتې ده

ليکنه: استاد مصطفی حامد (ابو ولید مصری)

ژباړه: سعد کتوازی

ټرمپ غواړي په أفغانستان کې خپله ماتې د سولي په نوم په يوه داسي معامله واړوي چې له راتلونکو ښو پايلو يې ګټه پورته او د بېرته وتلو زيان پرې تلافي او پټۍ کړي.

تر دې چې د امريکا خپل معاهدين هم د هغې په ژمنو باور نه لري، له مالي او بين المللي سياسته يې سرټکوي.

امريکا په اشغال شويو هېوادونو کې لا زياته خونړۍ فضاء، لکه کورنۍ جګړې او سېمه ايزې ناندرۍ را منځته کول په پام کې لري.

امريکا غواړي په غولونکې سياسي تړونونو کې د طالبانو په را ښکيلولو د هغوی خوځښت د ولس او مسلمانانو له پامه و غورځوي.

امريکا هروخت چې کومه معامله کړې له يقېني کېدو سره يې ماتوي ترڅو هغه څه چې د کمزورۍ په وخت يې له ځانه پکې ورکړي وي بېرته ترې واخلي.

که د جګړې امريکايې لوری په وتلو روغې جوړي ته ورسېږي نو (پوهېږۍ) له دې معاملې به د هغوی را تلونکې موخي څه وي؟؟

د امريکا له لويو موخو څخه د اسلامي حکم له خپل رښتوني مضمون څخه تس نس کول او حکومت د نړيوالو سازمانونو تر واک او څارنه لاندې داسي راوستل دي چې د وسلوال يرغل ځای ونېسي.

په افغانستان کې راتلونکې واکمنۍ څخه امريکا کومې غوښتنې لري؟

د خبرو اترو په مهال به د افغانستان له لوري ګډونوالو او مرکچيانو له لاسه وسله اخېستله کېږي، همدغه جوړ جاړی به د تل لپاره معاهده او شرط وګرځې تردې چې جهاد و درول شي.

د زياتې ساحې په له لاسه ورکولو دښمن جګړه اېزه انګېزه بايللې، اوس نه د اپيمو په زېرمو د پانګونې توان لري او نه هم په ټول افغانستان کې لر او بر د برېښنا د مزو غځولو توان لري.

امريکايان ولي اوس (په داسي شرائطو کې) په روغه جوړه ټېنګار لري؟؟

امريکايان خپل مشر ټرمپ د امريکا په تاريخ کې ترټولو ناکام مشر بولي، هغه د امريکا واکمن نظام ناوړه او په رسوايې تعبيروي چې د نړيوالې غندنې او د ملتونو د کرکي لامل ګرځېدلي، ټرمپ دا شعار له ځان سره بدرګه کوي (يابه امريکا وي يابه هيڅ نه وي) په دې مانا چې امريکا له هرچا لوړه او پرمختللې ده، (خو) دا د نازي  شعار دی.

نازي د خلکو ترمنځ د تور اوسپېن، نژاد او مذهب په نوم تفرقه اچونکې هغه خامه ډله ده چې له ځان پرته د ځمکې په مخ د کوم ملت ارزښت نه مني، د دوی نښه دا ده چې د خپلو اصولو له مخي د خلکو ترمنځ په اساسي حقونو کې د رنګ، نژاد او مذهب په بنسټ توپېر کوي.

په غرب کې د لېبراليزم سرمايه دارانه سيستم د له منځه تللو په لور روان دی، ټرمپ غواړي چې يواځې ځان له دې ډوبېدونکې بېړۍ وباسي، نو ځکه يې په خپل هېواد کې د زياتو پيسو او تو کو د را ټولولو ټولې لاري چاري چې په هر ډول او له هره ځايه وي په واک کې اخيستې دي.

تاسو به وينی د ناټو په مالي يو والي کې ټرمپ له خپلو شريکانو څخه په اختلاس او شوکو پيسې اخلي ترڅو هغوی پکې له خپلې بودېجې نورې ور زياتې کړي او د ټرمپ د ملاتړ بيه هم پرې کړي، له دې زياته رسوا يې خو هغه څه و چې له نفت لرونکو بډآيه هېوادو سره يې وکړل، هغوی ته په ګواښ کولو او وېرولو يې ور څخه په ملياردونو ډالر و شکول، د خپلو شريکانو  د ازادې سوداګرۍ د مالي يو والي له تړونونو هم پکې و وت، امريکا ته د هغوی په راتلونکو توکو يې همدلته ټېکسونه ولګول او نږدې ده چې د امريکا له چين او اروپا سره عامه سوداګرېزه سيالي رامنځته شي. د

همدارنګه ټرمپ له مونيخ سره د اوباما له لوري ترسره شوي تړون څخه په دې ووت چې په امريکايې توکو د چاپېريال ککړتيا کې هرډول بندېزونه څرنګه چې دوی غواړي لېري شي، پرته له دې چې دوی دي کوم داسي سهي معيار ته متعهد وي چې د هغه له مخې د ځمکې او د هغې په مخ اوسېدونکو خوندېتوب تضمين شوی وي.

ټرمپ له دوستانه اړېکو وروسته تر لنډ مهالې دښمنۍ  خپل بندېزونه سختوي يايې (يومخ) د ځېرکو/جوهري او کېمياوي وسلو د جګړې ژورو ته ټېلوهي ترڅو د امريکايې ورانونکو توکو د خپرولو لپاره د هغو سوداګرۍ ته زمينه سازي وکړي.

له همدې امله د امريکا ډېر نږدې شريکان هم لا نه په هغې باور لري او نه د هغې له لوري شويو ژمنو ته يې په تعهد باوري دي، د هغې له اقتصادي سياسته، په بين المللي قوانېنو له لوبې کولو، همدارنګه له نورو د پيسو په وړلو او د شوکو له لاري د پيسو را ټولولو له امله په سختۍ کې له ځان اچولو يې سرټکوي، يانې په تبر او چاړه نه لکه سېمه ايز بدماشان چې يې لري بلکې د تاريخ په تر ټولو خونړۍ وسله د يو ډول بين المللي بدماشۍ ترسره کول.

په عام ډول د ټرمپ په سياست کې څو د پام وړ نبسټيزي خبري دي:

۱:- ټرمپ له هغو ټولو سېمو چې په پوځي لحاظ دوی ورکې نښتي دي د خپلو پوځيانو اېستلو ته لېواله دی چې په سر کې يې افغانستان او بيا عراق او سوريه دي، خو په دې مانا نه چې دغه سيمي به خپلواکۍ ته پرېږدي، بلکې يو بل داسي څه به يې په ځای را منځته کوي چې پر دوی يې زور کم او د اړوندې سيمي ويجاړۍ ورکې زياتې وي، لکه کورنۍ جګړې، داعشېزم، سېمه ايزي جګړې او يا د نوي صهيوني يرغل په ضمن کې د اسرائيل ملاتړ په نوم چې نن به عربې سېمي او سبا به ټولي اسلامي سيمي تر ستونې تېري کړي.

۲:- چې په نړيواله کچه  پراخ پوځي کېمپونه ولري(چې پکې په۷۷۰ښارونو کې ۳۰۰۰۰۰درې لکه امريکايې پوځيان وي)ترڅو د دوی نفوذ په نړۍ کې وغوړېږي، د خپلو ګټو د خوندې ساتلو او وسلو د خرڅلاو لپاره نور پرې وګواښي او امريکا د لومړۍ رتبې نړيوال ځواک او په ټول بين المللي نظام د واکمن په توګه وځلوي.

۳:- د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د بندېزونو د چارو کچه د ځېرکو او کېمياوي وسلو تر جګړې ورسېږي (د سوېلي کوريا او ايران بندېزونه)، پرېمانه پيسې ترلاسه کړي، زياتي امريکايې وسلې و پلوري او ياهم له ځېنو سيمو خپل سيالان و شړي( ايران له منځني ختيځه لېري کول، روسيه له سوريې او اوکرائن شړل، فرانسه له لوېدېځې افريقا شړل)، له دې سره سره دوی په دې هڅه کې وي چې عملا په توده جګړه کې و نه نښلي.

د ټرمپ دغه سياست د هغه او امريکا باور په نړيواله کچه بلکې لا د بين المللي نظام په توافقاتو کې هم له منځه وړی، په ټوله کې په بين المللي نظام کې بې باوري يواځينی هغه څه دی چې نړۍ يې په يو بې پاچا ځنګل اړولې ده.

د يو نوي نړيوال بلاک له را غوښتلو سره شونې ده د بين المللي اړېکو يو دستور او سېستم رامنځته کړل شي، داسي بلاک لکه د بريکس دولتونو چې په راتلونکې کې يې د يوښه ځای ناستي په توګه رامنځته کېدل زيات شوني دي، زياتر څېړونکې دا قضيه په بين المللي سياست کې افغانستان ته د يوې ستراتيژېکې سيمي په توګه منسوبوي چې د منځنۍ اسيا په زړه کې واقع دی او د راتلونکې بين المللي نظام مرکز به وګرځي.

په ټوله نړۍ کې او تر دې چې د امريکا متحدو ايالتونو په ډېرو نږدې دوستانو کې هم داسي څوک نشته چې د هغو په کومه ژمنه باور ولري، پرېږده دا چې د روان کال په مني موسم کې د کانګريس د راتلونکو منځنې نوښت ټاکنو وروسته يې د اوس مهال مشر د رتبې پرېښودلو ته اړ دی که د شړل کېدو له لاري وي او که د استعفاء وړاندېکولو له لاري.

جګړه او سوله:

په دې اوس هرڅوک پوهېږي چې د سولي ډګر د اغېز له مخې له وسلوال او پوځي ډګره زيات د اندېښنې وړ وي، د همدې سولي له ډګره د جګړې عملي پايلې ټاکلې کېږي، او عامه خبره ده چې د سولي په برخه کې يوه تېروتنه ځينې وخت د وسلوالې جګړې په ډګر له لسګونه ځله ماتې زياته زيان رسونکې وي.

تردې چې خائن سوله کونکی خو کله پکې د هغې اوږدې جګړې پايلي له منځه يوسي چې په ويالو وېنې ورکې بهول شوې وي، نو (ويلاي شو چې) د سولې ډګر له پټو وړاندېزونو (يا پلانونو) څخه ډک دی چې په ښکاره خو ښه مالومېږي اما په حقيقت کې بربادۍ وي.

هغه خوږې او رنګينې کلمې يوه بله ستونزه ده چې د سولي په خبرو او پرېکړه ليکونو کې ترې کار اخېستل کېږي، د خبري ښائسته کولو چې سړی پرې تېروزي هم ځېني خبر پوهان شته چې په څو مخونو خبري کوي، هغه ژبې او د خبرو اندازونه چې په پرېکړه ليک کې ترې کار اخستل کېږي يوه بيله ستونزه ده چې که د هغې په ژباړه کې توپېر (په قصدي توګه وي يا په تېروتنه) راشي لويې او همېشنۍ ستونزي ترې پېښېدلای شي.

ناوړه او هغه پرېکړي چې شفافيت نه لري زياتر د راتلونکو سختو جګړو او تور تمونو پېلامه ګرځي ( له لومړۍ نړيوالي جګړې وروسته د بريالۍ غاړي شريک غړي له ماتې خوړلې المان سره فارس ته څېرمه ورسای کې په تسلمېدو او د شويو زيانونو د بدل د ورکړي ظالمانه پرېکړه و کړه)، لکه څرنګه چې دا پرېکړه د المان په سپکاوي او د هغه په حق تلفۍ را څرخېده د دوهمې نړيوالې جګړې نښتو لامل و ګرځېده.

له اوږدې قومي جګړې(قومي جهاد) وروسته چې د هغې پايله ناوړه پرېکړه او تړون وي هغه خوځښت او تحريک د ولسونو له پامه لوېږي او بيا باور نه پر کوي د کوم تر رهبري لاندې چې يې جګړه په مخ وړې وي، او بيا که په تسليمۍ کې وي او که په کومه بله جګړه کې د هغه تحريک رهبري نه مني.

دا چې روغه جوړه او د هغې پايلې له خورا زيات اهميته برخمن دي نو ځکه هر يو اړخ په خپل ټول توان پر سيال لوري زور راولي ترڅويې په زيات ستومانه کولو، مات زړه د هغه د تېرو خواريو په له منځه وړلو يې د روغي جوړي مېزته را کش کړي، او لکه چې وېنو د امريکا متحد ايالتونه چې د خپلو ټولو نږدې ملګرو په منځګړېتوب له طالبانو سره د روغي جوړې هڅه کوي ورسره په يو وخت او څنګ په څنګ د طالبانو په وړاندې خپل ټول فشارونه ترسره کوي، تر دې چې له کومو ملګرو د سولې په برخه کې د منځګړېتوب کار اخلي د همغو له لاري فشار هم ور باندې راوړي، دلته څو ډوله فشارونه دي لکه:

پوځي فشار: د ولسي خلکو په وړاندې هوايې او ځمکني بريدونه، د بې ګناه قومي، نژادي او مذهبي لږکيو په وړاندې د داعشيانو برېدونه.

سياسي فشار: د افغانستان له د ننه او هم له د باندې د طالبانو د تحريک له منځه وړلو او روغي جوړي ته يې د اړ اېستلو لپاره تر داسي زور ورو فشارونو لاندې کول چې هغوی ونکړای شي په روغه جوړه کې د هېود او ولس غوښتنې ترلاسه کړي.

مذهبي فشار: د هېواد په دننه او هم له هغه بهر تش په نوم ملايان هڅول ترڅو د اسلامي امارت جهاد تورن او داسي انځور کړي چې هغه له اسلامه وتلی او ناروا دی.

روحي او رواني فشار: چې د پورتنيو فشارونو يو له بله په مرسته منځته راځي او ورسره په د ننه او بهر کې پراخې اوازې، بې بنسټه افواهات او رسنيز بريدونه مله وي.

د اسلامي امارت د مجاهدېنو په وړاندي د امريکايې روانې جګړه په دې ټکو کې را لنډېږي چې دوی يې د روغي جوړي مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره (لکه څرنګه چې امريکايان تمه لري) ترسره کوي، هغوی له رواني جګړې ستړي کېږي، خو له هغه جهاده چې دوی يې په شوق، پوره برياليتوب او د ولس په بېلګيې ملاتړ په مخ وړي نه ستړي کېږي.

په حقيقت کې دغه خوار تعريف له هغه راسي د امريکا له موقف سره برابر دی له کومه چې او باما د جګړې ګټلو په ناشونتيا او له افغانستان څخه د وتلو په اړتيا باندې پوهېدلی و، له هغه سره په يو وخت يې په۲۰۰۹زېږدېز کال د پوځيانو شمېره۳۰۰۰۰نوره هم لوړه کړه او د وتلو ضرب الأجل يې د۲۰۱۴زېږدېز کال پای وټاکه، خو په امريکا دننه د مالي ګټو تر فشارونو لاندې(نفتي لابي، د نشه ئي توکو لابي او د يهودو لابي چې له افغانستانه د امريکا له وتلو سره په عرب هېوادو د اسرائېلو له خوا د سلطې پر پروژه منفې اغېز څخه په وېره کې و) د امريکا وتل و ځنډېدل او جګړه اوږده شوه.

ټرمپ په ټاکنو کې (ولسونو ته) وعده ور کړې وه چې له افغانستانه به وزي، خو په دې وروستيو کې يې د خپلو ښکاره کړو موخو لپاره په خپل ټول توان فشارونه وارد کړي، په وړاندې يې د طالبانو اسلامي امارت هم له خپل لېد لوري او موخو سره سم د روغي جوړي خپل تياری ښودلی دی.

نو(پوهېږئ) امريکا له دې روغي جوړي څخه د خپلو موخو په اړه څه و ويل؟؟ امريکا وايې له روغي جوړي زموږ موخه د کابل په هغه نوې اداره کې د طالبانو د اسلامي امارت منحل کول دي چې د را تلونکې۲۰۱۹ زېږدېز کال په اپرېل کې د ترسره کېدونکو ټاکنو له لاري به را منځته کېږي.

طبعا دا د دوی هغه لوړه موخه ده چې له لاري يې د خبرو اترو مېز ته د کېناستو په لټه کې دي، (خو) ځانته يې د (لېږ) بېرته ګرځېدلو او هغو سر سري نرمښتونو چانس پرې اېښی چې دوی د اسرائلو د سولي له تعبير سره سم ورته دردونکې نرمښتونه وايې، ترڅو د هغو په بدله کې سيال لوری د دوی د پام وړ او بنسټېزو نرمښتونو ته اړ کړي.

د امريکا “دردونکو!! ” نرمښتونو پايله به د طالبانو د اسلامي امارت لوړ پوړي اشخاص ټاکل او په راتلونکې اداره کې هغه رتبې ور کول وي چې کوم د پام وړ نه وي(هغه رتبې چې د ولس نمائندګې ور پوري تړاو نه لري)، همدارنګه د اساسي قانون د يو دوو بندونو سمون چې پرې د هغه استعماري حقيقت ته زيان و نه رسېږي.

د امريکا”دردونکې!! ” نرمښتونه د څشي په بدله کې؟؟

د دې په بدله کې چې طالبان په نوې بڼه اشغال و مني، داسي چې امريکايان دلته پټې يا ښکاره همېشنۍ پوځي اډې ولري (لکه هروخت د روزني نمائندګي کول) يا هم د اسلامي/عربي هېوادو يوه اډه رامنځته کړي چې عربي هېوادونه، اسرائيل په ښکاره ياپټه او امريکا د هغوی په پيروي پکې ګډون ولري، د بهرنيو ګواښونو او ترهګرۍ  په وړاندې (چې افغانستان او د هغه را تلونکې ملګري دولتونه ګواښي) د دفاعي ځواک د پرمختګ او یاهم د افغانستان او سيمي د امنيت د تأمين، ارامتيا او پراختيا غوندې تر پوچو دعوو لاندې افغانستان هم ور ګډ کړي، بس امريکا به د باګرام اډه (چې په افغانستان کې د امريکايانو له مهمو اډو څخه ده) خوندې کړي، او کولای شي څو نوري اډې په ختېځ کې ننګرهار، لوېدېځ کې شېنډنډ، سوېل کې مزار شريف او داسي نور ځايو نه د څانګو په توګه ور زيات کړي څومره چې يې په ازاده او ياهم شريکه سوله کې سنجولې  او د هغو اسانتيا يې ځانته برابره کړې وي.

که طالبان د پوځي اډوله وړاندېز، يا د ګډ دفاعي ځواک پرېکړه، ياهم په دفاعي او امنيتي برخه کې د دوی مرسته و نه مني او د امريکا په ټولېزه توګه وتلو باندې ټېنګار وکړي دا به د امريکايانو په نازکو احساساتو د سخت درد لامل و ګرځي، نو د طالبانو اسلامي امارت ته پکار ده ښه په تول بيه يې پرې کړي.

امريکا چې کومه بيه ټاکلې که لنډ و وايو په غولونکو سياسي تړونونو کې د طالبانو په را ښکيلولو چې بيا ځان نشي ترې خلاصولای د هغوی خوځښت د ولس او مسلمانانو له پامه غورځول دي، د افغان ولس تر پام او نظر يې بد ورکوي  چې ګنې د طالبانو اسلامي امارت د واکمنې او مالونو ترلاسه کولو هڅه کوي له جهاد او د هغه له سپېڅلو موخو څخه تس نس دی، کومي قربانۍ چې ور کوي موخه يې د اشغالګرو له لوري د جوړ شوي اساسي قانون ترسيوري لاندې د اشغال مزدورانو ته په واک ځان ورګډول دي.

يرغلګر تشې اوازې جوړولای او د نړۍ په کچه خپرولای شي، د سولي پنډغال او تالار خو د داسي اوازو ګډولو لپاره وړ ځای هم دی، نو تر دې چې که د سولي خبري اتري بريالۍ نشوې هم د اوازو ګډولو زيان به يا نېم يا ټول و رسېږي ځکه يواځې خبري اتري فضاء داسي ځواکمن رسنيز جال ته برابروي چې ټوله نړۍ پر غږېږي.

د روغې جوړي تر شا د امريکايانو لوړ خيال دا دی چې پوځي انخلاء د دوی د خپل خونړي تاريخ په اوږدو  کې په تر ټولو اوږده جګړه کې چې دوی پر ور ننوتي پوځي ماتې په يوه سياسي معامله واړوي، نو به انخلاء (پوره وي که نېمه) داسي ښکاري چې د طالبانو د اسلامي امارت له لوري د کومي بيې د پرېکولو او يا د متقابل نرمښت په بدل کې راغله، او امريکا همداسي د سياسي معاملې تر پرده لاندې وزي، نه د تاريخي ماتې او اوږدې رسواهۍ په پايله کې کوم چې اوس ده.

له هغه وروسته اړېنه نه ده چې امريکا د غې معاملې ته تر پایه ژمنه و اوسي (چې امريکا به يې په نږدې راتلونکې کې برالا او په ښکاره ماتوي ترڅو دلته کړي لګښتونه بېرته پوره کړي، د طالبانو له اسلامي امارت او افغان ولس څخه تېر ټول تاوانونه بېرته واخلي او بيا دا هم و وايې چې موږ خو په تاسو لورېنې کړې دي چې دا په ټولو معاملو کې د امريکا همېشنی سياست دی او د ماتې خوړلو په وخت پناه ور وړي، لنډه دا چې په امريکايې سياست کې هيڅ ډول تړون ته درناوی نشته که څه هم بين المللي حيثيت و لري او يا د ملګرو ملتونو له لوري يې ضمانت شوی وي (لکه د ايران د کېمياوي وسلو له تړون سره چې وشول)، نو د ټرمپ او له هغه وړاندې امريکايې مشرانو شعار دا دی چې له پيله تر پايه همدا امريکا، څوک به څه نه ترې اخلي مګر دا  چې په نږدې وخت کې يې د امريکا لپاره په ښه او برابر چانس بېرته ور کړي.

خو که د سولي امريکايې لوری له افغانستانه د وتلو تړون ته ورسېږي نو له دې ډول سولي به د دوی راتلونکې موخې څه وي؟؟

(بايد و وايو چې) موخې همغه دي يانې چې اسلامي امارت په راتلونکې کې هسي يو حکومت انځورېږي، د شريعت نفاذ هم تشه ښکاره بڼه ولري نور د اسلام اغېز د ټولنې تل او د هغې د ژوند ټولو اړخونو ته و نه رسېږي، ترڅو  د شتمنيو د وېشلو او خپرولو، د څو سياسي او يا قومي خلکو په شتمنو کې د احتکار د مخنېوي، د ټولېزو شتمنيو د ساتني او د ټولو قومونو له ګټو سره سم په ښه توګه په مالي تو سيع کې د انصاف په بڼه شريعت مالي برخې ته و نه رسېږي، او (همدارنګه) سياست ته هم و نه رسېږي ترڅو د سياسي پلانونو او د بيت المال په شتمنۍ د واک چاري د لېږکيو واکمنانو لاس ته ولوېږي.

او لکه څنګه چې د عربو په ناکامو تجربو کې تېر شوي د شريعت په نفاذ کې د سزا( حد،تعزير) د ور کولو په قانون بسنه کوي چې هغه هم يواځې په کمزورو عملي کېږي، او له دين څخه کرکې پيدا کونکې ډلي  ته يې سپاري چې دوی يې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ډله بولي ترڅو د دې لوړې اسلامي رتبې له نوم څخه په خپل ناسم تعبير د خلکو سپکاوی و کړي.

امريکا غواړي يو داسي افغاني دولت را منځته کړي چې د استعماري لوېدېځ له ګټو سره د هغه په نوې بڼه سم وي، د استعماري لوېديځ نوې بڼه د تېر پوځي اشغال د بديل په توګه له لويو وچو سره نښتو غټو شرکتونو اشغال دی.

د دې شرکتونو کوم دولت ته ننوتل دا مانا چې دولتي چاري د دوی ترمنځ په دريو بنسټېزو ډلو وېشل کېږي او له نوي فکر سره سم د ياد دولت د ټولنېزو چارو په اداره کې د هرې ډلې (په لاندې ډول) خپله ځانګړتيا وي:

۱:- له لويو وچو سره نښتو د څو نژادونو شرکتونه: چې د ښار په شتمنيو واک ترلاسه کړي او د هغو له سر چېنو څخه د لوېديځ په ګټه استفاده وکړي، داسي شوي هم دي چې د د دولت په ټولو وړو او غټو اوضاعو د دې  شرکت پوره واک چلېږي.

۲:- د مدنې ټولنې مؤسسې/بنسټونه: يا مرستندويه سازمانونه چې په افغانستان او نورو جګړې او غم ځپلو هېوادو کې کار کوي، دغه بنسټونه هغه ستر خدمتونه ترسره کوي چې بايد د حکومت په غاړه وي، خو د کوم پلان له مخې او له کوم لوري اړ نه دي، هر وخت د درولو او بل هر ډول بدلون وړ دي.

دغه بنسټونه خپل کار له روزنې پيلوي تر تداوي او قانوني خدمتونو، کورنيو چارو، د بشري ـ مېرمنو او ماشومانو د حقونو تر دعوا پوري، دا ټول خالص د لوېدېځ د خوښۍ لپاره، نه پکې اسلامي او نه هم ولسي ځانګړتيا ته کتل کېږي، د عامو خلکو له خدمتونو سرته رسولو د حکومت ټېکسونو ته پوره (يا څومره چې شونې وي) پاملرنه کېږي، او د حکومت لويه اندېښنه له همدې نامنصفانه وضعيتونو څخه د ساتنې وي.

۳:- ځايې”ملي”حکومتونه، د دې دوه مهمې مرکزي دندې دي:

لومړۍ : د ښار په ټولو مالي سرچېنو دلویو شرکتونو د واک ترلاسه کولو اسانتيا برابرول، د څو نژادونو په شرکتونو باندې د دولت له لوري جوړې شوې برنامې وېشل ترڅو هغه يې د لوېدېځ د اقتصاد په خدمت کې په کار واچوي او د هغې ټول هغه حرکات اسانه شي چې د چاپېريال جوړښت، ټولنه او د دولت سستم له منځه وړي لکه؛ له پرمخ تللو هېوادو څخه د تولېد هغه فابرېکې چې د چاپېريال ککړتيا لامل ګرځي وروسته پاتې هېوادو ته وړل، له هغه څه ګټه پورته کول چې د کار کونکو د مزدورۍ  او بېمې د ټېټوالي لامل ګرځي ، د اداري فساد خپرول، له ماليې اخېستلو تېښته، په ټېټه بيه او ياهم وړ يا انرژې ترلاسه کول، له هغو قانوني مقرراتو تېښته چې په دې ډول لويو سرغړونو پوري اړه لري.

دوهمه: د کورنې امن تأمينول؛ دغه حکومتونه ظالم او فاسد وي له همدې وجې د چا ترڅارنه لاندې نه راځي، له هغو ښکاره نېوکو پرته چې د دې نظامونو ثبات نه اغېزمنوي پوره بين المللي ملاتړ له ځان سره لري، خو مګر کله چې د خپلو ګڼو تېروتنو په پايله کې د خپلو اړينو امورو له اثباته ولوېږي او له اړوند ولس او قومونو سره يې اړېکه د خطر تر کچې سخته شي (لکه د بهار عرب له حکومتونو سره چې پېښ شول).

په داسي حال کې لوی شرکتونه د خپلو دولتونو د اغېز په کارولو د نظام په بڼه کې بدلون را منځته کوي، پرته له دې چې د دې شرکتونو او د هغوی د ملاتړو دولتونو په خدمت کې د هغه په کړنلاره اغېز پرېباسي.

د ملي حکومت بنسټېزه دنده د دې شرکتونو د امنيت تأمين دی، (خو) امنيت په تر ټولو ناوړه مانا او عملي ګام چې د عامو خلکو ځورول، د تېري خپرول، د ظلم او فساد ملاتړ، د بين المللي شرکتونو واک ته رسول او د واکمن نظام د ملاتړو لويو هېوادونو ګټې په پام کې نېول دي.

د امنيت د تأمين اړين وسائل پوځې ارګان يانې اړونده وسلواله ملېشه، د ظالم او فاسدو پوليسو ارګان، د وحشي او فاسدو استخباراتو ارګان چې د عامو وګړو نفس کاږي، تکليف او ځورونه ورکوي ذهنيتونه يې تحريفوي، دا ټول ارګانونه د ورکړل شوي رول له فلسفې ښه خبر وي چې د پرديو(بين المللي شرکتونو، اسرائلو، د امريکا متحدو ايالتونو) د ګټولپاره د خپل کور او هېواد نړول دي.

د”ملي”حکومت نور ارګان همدغو وسلوالو ارګانونو ته د امنيت د ثبات اسانتيا برابروي، په دوی کې مهم ارګان د قانون جوړونې(نمائندګانو/سنا مجلس)، رسنيو، قضاء، د درباري ملايانو او مفتيانو ارګانونه او د خپل سرو وسلوالو(بدماشانو) ټولي او په مذهبي جامه کې د خونکارو مستبدو(داعش او د هغه ته منسوبو ډلو) ټولي دي.

درېيمه: استعماري ځواک (د امريکا متحد ايالتونه او د هغوی شريکان) او د هغه دندې:

الف:- د امريکا د متحدو ايالتونو د پرمختللې ځواک له لوري د هرډول بهرنۍ لاسوهنې په اړه د ملي حکومت نظام د امنيت ساتنې ډاډ ترلاسه کول.

ب:- د نويو او ناڅاپه پېښو په مهال د داخلي امنيت ډاډ ترلاسه کول، يانې کله چې د کورنې امنيتي سېستم د له منځه تللو امکان وي چې د خلکو د پاڅون او ياهم له واک او کنتروله وتلې سرښېندونکې وسلوال انقلاب په مهال را منځته کېږي.

ج:- په کور دننه او هم بهر د سياسي تګلوري په اړه د دا خلي امنيت داسي لارښونه چې په عام ډول د متحدو ايالتونو او لوېدېځ ګټې ورکې خوندي وي، (خو) کله چې داخلي امنيت د عرب او ياهم اسلامي هېواد وي نو د اسرائلو ګټې پکې په لومړۍ رتبه کې وي.

(بس) همدا د امريکا او د ډېرو نژادونو، لويو وچو سره تړلو او د نويو استعماري دورو تر سره کونکو شرکتونو لپاره د مالي بنسټونو(نوي سرمايه دارانه اقتصاد) له مانا سره سم د افغانستان نوی ملي حکومت دی چې د وسلوال او تاوده اشغال په ځای يې را منځته کوي.

په افغانستان کې د دې نوي ملي حکومت موخه او پلان څه دی؟؟ موخې زياتې دي خو اړېني او مهمي يې په لاندې ډول دي:

۱:- له هغو شرائطو سره سم له ترکمنستانه هند ته دګاز رسولو د ټاپې نل لېکه غځول چې د امريکا متحدو ايالتونو د افغانستان له اشغالولو لا هم وړاندې ټاکلي دي او ټول هغه مالي، سياسي او د قانون جوړوني شرطونه چې په افغانستان کې په ټوله مانا د اسلام مذهب هرډول لحاظ او خاطر او همدارنګه د هغه خپلواکي له منځه وړي، کورنی امنيت يې ګواښي، د پروژې ترسره شوې برخه او د هغې د پرمخ وړلو ارګان د دولت له واکه باسي په دې مانا چې د واکمن نظام په دننه کې به يو هم د دې پروژې په مخ بېولو دولت وي.

۲:- دا ډاډ ترلاسه کول چې د اپېمو کښت او کرکېله به نه دروي (لکه چې مخکې اسلامي امارت درولې وه) بلکې د ترياکو موضوع (په ټولېز ډول) د ملل متحد سازمان او(unodc)کمپنۍ/موسسې ته سپارل چې له قانون لوړ او د هغه له واکه وتلی يوه استخباراتي کمېټه ده او د هغو لوړو مالي ګټو ساتنه کوي کومې چې د امريکامتحد ايالتونه د اپېمو او له هغو څخه د هېروئينو جوړولو له لاري ترلاسه کوي، د امريکا غولونکې سياست ته را ګرځېدل چې دوی يې د نشيې توکو د کرکېلي کنترول بولي د هغو د کښت بندول نه دي، په واقع کې د اپېمو د کرکېلي تقويه او په هغه د خلکو ور زړور کول دي.

۳:- په افغانستان کې د امريکا او لوېدېځ شته پانګونو کې لاسوهنه نه کول چې دا په واقع کې په اقتصاد پوځي يرغل او د مالونو غلا کول دي او زياتر په هغو سېمو کې چې تر اشغال لاندې وي د هغه تر سرپرستۍ لاندې په ناقانونه توګه تر سره کېږي، لکه د ناټو او امريکا په ګټه د هلمند ولايت له سنګين څخه د يورانېم لرونکو ډبرو د کان، د کابل او  د هغه په شاوخوا کې د ميسو/سکې، اوسپنې او سکرو د کانونو غلا.

دا هغه ځانګړنې دي چې د جګړې په پيل کې د امريکايې قانون(امريکا له هرچا لوړه ده، هرڅه يواځي د امريکا دي او کوم څه چې هغې د خپلي کمزورۍ په وخت بايللي وي له ځواکمن کېدو وروسته به يې بېرته اخلي) سره سم هغې له چين څخه د اداري فساد په توګه د چپ/ پټه خوله کېدو د حق تر سرليک لاندې ترلاسه کړې.

د افغانستا په شمال کې د نفتو او غازو يو بل ستر کان دی چې تر اوسه خوندې ساتل شوی (په اوسني حال کې) طبېعي ده چې د امريکايې شرکتونو برخه ور پکې وي، همدارنګ د افغانستان له شمال څخه د لوړ ارزښت ډبرو او الماسو غلا او تالان چې د اسرائلو په ګټه کېږي ( چې د نړۍ په کچه د الماسو د پاکولو او سوداګرۍ ترټولو لوی مرکز دی) او د مالي او امنيتي مهمو ګټو يو پراخ  جال هم په افغانستان کې لري.

۴:- په افغانستان کې په کلتوري او ټولنيز ژوند، ښوونه او روزنه د استعمار اغېز ښېندل او هغه (پټي) ګمارنې چې استعمار د سياست، رسنيو، او ګډو مالياتو په برخه کې را منځته کړې دي او په ګمارل شويو کسانو يې په ښکاره مذهب ته هم يوڅه درناوی لازم کړی دی.

۵:- له اسلامه د وتلو ازادي او تر مذهبي پوښښ لاندې کرايه شويو اجيرو يوه داسي ډله ساتل چې د اشغالګرو له لوري را منځته شوې وي او ملاتړ به يې هم کېږي.

۶:- د ښوونې او روزنې هغې تګلاري او سستم ته وده ورکول چې استعمار په دا ۱۷کاله کې په خپل ټول توان دوخت داسي خلکو روزني ته چمتو کړي چې د دوی د شتون او کلتور منونکې وي، هو! دومره کولايشي د دردونکو نرمښتونو په نوم ډېر کم دينې مضامين هم د روزنې په استعماري تګلاره ور زيات کړي چې د روزنې خوند ورباندې برابرېږي لکه د هر درسي کتاب په سر کې د بسم الله شريف ليکل اوبس.

۷:- د افغانستان له امريکا او لوېدېځ سره د دفاع، امنيت تأمينولو، وسلو ورکولو، روزنې او ګډو مانورو ترسره کولو په برخه کې په خپلو کړو ژمنو درېدل.

۸:- د بين المللي سازمانونو  خوندې پاتې کېدل چې په افغانستان کې د صحي او روزنېزو مرستو تر پوښښ لاندې خدمات ترسره کوي او بنسټ يې د يو استخباراتي سازمان، سياسي او کلتوري جګړې د وسائلو په توګه اېښودل شوی دی.

۹:- د ټولېزي روغي جوړي، کورني ثبات او امنيت د تأمين په نوم د عفوي يو داسي فرمان صادرول چې چا هم د اشغالګرو مرسته کړې لکه؛ سياسي مشران، د ځايې ټوپکيانو مشران، مجرمان، انسان تښتونکې او خونکاران ټول په بر کې نېسي.

۱۰:- چا چې د اشغال په مهال په ناقانونه توګه شتمني ترلاسه کړې او خوندې کړې وي په هغو ورسره حساب نه کول، د بيت المال تښتول شوې او ولکه شوې شتمنۍ او ځمکې بيرته نه ترې وړل، له هېواده بهر وړل شوې شتمنيو د بېرته راوړلو غوښتنه نه کول او د هغو ټولو جرمونو بښل چې د اشغال ترسيوري لاندې تر سره شوي دي.

۱۱:- هغه په ملياردونو امريکايې ډالر چې په مزدور حکومت اوښتي وي د هغه په بېرته ور کولو التزام، چې امريکا به يې له افغاني حکومته د پور په ډول وغواړي( دېته په کتو چې امريکا د افغانستان په جګړه۲۰۰۰دوه زره مليارده ډالر ولګول چې په هغو کې له جګړې ورورسته ځخميانو د صحي سېستم لګښتونه هم دي چې امريکا ته له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو زيانمن رسونکې جګړه ده) امريکا به دا ټول پورونه لکه په راتلونکې نظام باندې د ثابت حق په څېر غواړي، او دا داسي پور دی چې د ورکړي شونتيا يې نه لېدله کېږي، نو (له همدې امله) افغان قوم به تر پورونو لاندې ټوله موده له ازادۍ بې برخي پاتې شي.

۱۲:- په راتلونکې نظام دا شرط ښودل چې اقتصادي سستم به له نوي بين المللي اقتصاد سره ګډوي( کوم چې يې نن په اېران اېښی دی)، په دې مانا چې لويو بين المللي شرکتونو ته به اسانتيا برابروي، د ازادي سوداګرۍ پوره پابندي به کوي د سېمه ايزو صنعتونو ملاتړ به نکوي او بانکي سېستم به د مالي واک په وړاندې او تر بين المللي څارنې لاندې خلاصوي، او په پای کې لکه چې مو و ويل د بين المللي لېبرال سېستم له ځانګړنو سره سم دولت را منځته کول.

بې پايه روغه جوړه:

 لومړی: غوره خو دا ده چې بېخي دا روغه جوړه خو ونشي، ځکه چې امريکايې اشغال او دښمني له (هرډول) اجازې، غوښتنې او جوړ جاړي پرته ترسره شوي، نو هغه لکه څنګه چې راغلی همداسي دي ووزي، همدارنګه دا روغه جوړه يوه معامله ده، معامله چې په انصاف ولاړه وي نو مانا يې دا وي چې د کوم يو لوري د ګټې له لومړېتوب پرته د دواړو لوريو ګټې پکې (يو برابر) په پام کې و نېولې شي، په داسي حال کې چې د افغانستان ازادي جوړ جاړي او خرڅلاو ته سر نه ټېټوي، دا هم شونې نه ده چې په کومه معامله کې راشي، په دې مجاهد هېواد کې د شهيدانو وېني او د ځمکې، قوم او اسلام برخليک بنسټېزې ا و عقېدوي مسئلې دي د تجارت او يا له يرغلګرو سره د روغي جوړي د تړونونو لپاره نه دي چې۱۷کلن اوږد صلېبي يرغل يې لا هم پای ته نه دی رسېدلی.

زموږ په دې اوس حالت کې هغه روغه جوړه چې د منلو وړ وي بايد ښکاره وي، چې يواځې په يوه نکته را څرخې او هغه د وتلو وخت او مهال وېش ټاکل دي ترڅو يرغلګر خپلو په تېښته پوځيانو ته په امن کې وتلو ډاډ ورکړي (دا هم هغه وخت چې اسلامي امارت ورسره په در دونکې نرمښت پرېکړي ته عملا و رسېږي)، نو په نړيواله کچه عام محضر ښکاره روغه جوړه غواړو، د درېيم ګړي (که هرڅوک وي) له حضور پرته د ټولي نړۍ په وړاندي روغه جوړه غواړو، د بندو دروازو ترشا روغه جوړه نه غواړو چې د شوروي په وړاندې جهاد کې يې افغانانو ته ګټه نه وه رسېدلې او نه به يې اوس و رسېږي، نو په دې سوله کې داسي پټ څه نشته چې د بندو دروازو شاته پرې بحث وشي، د يرغلګرو وتل پټه خبره نه بلکې په هر حال کې مطلقاً واقع کېدونکې دي که سوله وي او که نه وي، دا ډېره غوره ده ترڅو تښتېدونکې ځواکونه د خپلې سلامتۍ له هيڅ ډاډ څخه برخمن نشي، که دوی د سلامتۍ ډاډ ولري نو هغه څه به بيا تکرار شي چې په۱۸۴۳زېږدېز کې برطانوي برېدګرو سره و شول چې شمېره يې ۱۷۰۰۰پوځيان و برخه يې د افغاني قومونو له تورو د يوه پوځي ژوندی پاتې کېدل و.

دوهمه: (که بيا روغه جوړه کېږي نو) اشغالګر د دې حق نه لري چې په اسلامي امارت دا شرط کړي چې په سوله کې به هغه څه ته غاړه ږدي چې د افغانستان کې په راتلونکو وضعيتونو پوري اړه لري دا خو به اشغالګر د هېواد په راتلونکې رغونه کې برخوال کړي، نو د جګړې په در وازه به وزي ترڅو د سولي له دربچې/کړکۍ بېرته را ننوزي، نو د افغانستان کورني کارونه همداسي خالصې کورنۍ مسئلې دي، هېڅ بهرني جهتونه حق نه لري چې په زور ځان پکې ور ګډ کړي.

نو که سوله ده، که ثبات دی، که مالي پراختيا ده، که د امنيت تأمين دی، که ټولېز خپلمنځي يو والی دی او که هم د راتلونکې نظام څرنګوالی او اړتياوي دي ټول خالصې افغاني مسئلې دي، له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې په ځانګړي ډول د امريکا له لاسوهنې پرته به د ولس ټول قشرونه، قومونه، تورو او سپېن په کور دننه پرې غږېږي او په ګډه به يې عملي ګام پورته کوي، د ملل متحد سازمان خو با يد ترې د تل لپاره د افغانستان د حريف او د هغه د ضد لورې په توګه په ټوله مانا منزوي وي.

که اسلامي امارت روغې جوړې ته تيار شي نو (هم) بايد څه وکړي؟؟

که اسلامي امارت په روغه جوړه کې د کومې ګټې لېدو په بنسټ ورته تيار شي نو (اول خو) بايد د هغې په هېڅ پړاو کې اوربند ونکړي، نه مخکې له روغې جوړې، نه د هغې په جريان کې او نه هم له هغې وروسته ترڅو چې وروروستی اشغالګر پوځې لا نه وي وتلی، ځکه جګړه د افغان ولس په لاس کې له هېواده د بهرنيو استعمار ګرو د فشار يواځنۍ لاره ده چې هغوی پرې ذلېل او رسوا وشړي، د جګړې جاري ساتل د سوله کونکې جهت په توګه د ځواکمنۍ نښه ده، نو که د روغې جوړې په منځ کې جګړه و دروله شې نو دا د روغې جوړې کونکې له لاسه د وسلې اخېستلو په مانا دي، شونې ده امريکا يان به په څه غولونکې نوم لکه د سولې لپاره د ښې او پراخې فضاء را منځته کولو، باوړ جوړېدنې او يا هم د ولسي خلکو لپاره د پراخ امن او ډاډ رامنځته کولو او….. په نوم اوربند وغواړي.

که جګړه و دروله شي دا به يوه لويه او خونړۍ تېروتنه وي، دښمن به يو ناڅاپه ځنډ وکړي تر څو د روغې جوړې موده تر نه ختمېدو پوري داوږدوه شي، د مدې له درازېدو سربېره به جګړه اېز ګروپونه کمزوري او لېږ شي، همتونه به مړه شي او مجاهدين به کورونو، کورنيو او شخصي کارونو ته ستانه شي، فضا به د امريکايانو، مزدورو عسکرو او سيمه اېزو ټوپکيانو ګډو ځواکونو ته پاتې شي، او چې يو ځل د تلپاتې روغې جوړې غولېدنه ښکاره شي بيابه د اسلامي امارت مشرتابه بېرته وسله پورته نه کړای شي، او داسي د غولونکې روغې جوړې سره د اور بند له لاري به دښمن وکړای شي د اسلامي امارت په جهادي تحريک هغه ماتې ور واړوي چې هغه په خپله خوړلې وه، کلونه يې د هغه هډوکې شپېللې و او پرته له لېږ پوځي هڅې يې نوره ستونزه هم پکې ونه لېده.

د سولي د وخت ټاکلو په اړه څو کتنې:

امريکايې اشغالګر ځېنو هغو لاملونو چې د افغانستان په کور د ننه پوري تړاو لري، ځېنې نورو هغو چې د امريکا په کور دننه پورې اړه لري او درېيمو هغهو لاملونو چې په عربي سېمو پوري اړه لري په نږدې وخت کې سولې ته تږي کړي دي.

په افغانستان کې:

هغه (د امريکا په براؤن پوهنځې کې د جګړې د تمويل پروژې د وياند د څرګندونو په بنسټ) ۲۰۰۰مليارده ډالر چې امريکا دلته تاوان کړي او بېرته ور کول يې امکان نه لري، نو دښمن په ترټولو لويه ساحه واک له لاسه ورکړی چې پکې د اپېمو د کښت ځمکې هم دي، او دا د اپېمو د سوداګرۍ د وږيو لېوانو د بېرته را ګرځېدو لامل شو، په ځانګړې ډول د هغو پاکستانی شريک او روسي سيال چې د همدې عنصر د تښتولو لپاره را ګرځېدلې و.

له۲۰۰۱زېږدېز کال مخکې چې د اسلامي امارت په وخت کې د اپېمو کښت بند شو همدا حالت و، او په همدې وجه امريکا د اپېمو د وږيو لېوانو په ډله کې که څه هم يواځې يو و خو ځواکمن و، خو دا  د هغه د پاتې کېدو لپاره مجوز نشي جوړېدلای، نو هغه چې امريکايې غواړي دا دي چې يواځې همدی يو لېوه د اپېمو په پټيو کې وي او همده يوه ته له اپېمو څخه د هېروئېن جوړولو شونتيا او امکان وي اوبس، همدارنګه يې د افغانستان د اشغال لومړۍ موخه هم له لاسه ورکړه چې د اپېمو په زېرمو پانګونه ده.

د افغانستان په زياته برخه د اسلامي امارت ولکه د امريکا د هغو پروژو د عملي کولو شونتيا هم له منځه وړي چې له مخې به يې د افغانستان له لاري د نفتو او ګازو نل لېکې له ترکمنستانه هندوستان ته د پاکستان د ګوادر پولي څخه اړولې، او دا د امريکايې اشغال دوهمه موخه وه داسي له منځه لاړه چې بيابه نشي تر سره.

په امريکا کې:

 په امريکا کې د سنا مجلس/مقننه ځواک(کانګرېس) د منځنې نوښت ټاکنې تر سره کېدل او پکې جمهوريت غوښتونکی د بشپړ اکثريت په غوښتنه بريالي کېدل دي، دا د امريکا د متحدو ايالتونو د مشر په توګه د ټرمپ د راتلونکې يو ستر او مهم لامل دی، که جمهوريت غوښتونکو و بايلله نو دوی به د ټرمپ په را پرځولو، د هغه له ناکاميو او ستونزو په ځان اېستلو کې له خپل حريف ديموکرات ګوند سره يو ځای شي.

له افغانستانه وتل (يا د دې نه ختمېدونکې سولې ترسره کول) به د ټرمپ او د هغه جمهوريت غوښتونکې ګوند په ګټه ځکه وې چې امريکايې ولس او لويو سېستمونو په دې جګړه کې هېڅ ګټه نه ده لېدلې.

په عربي هيوادو کې:

امريکا غواړي خپلې ټولې هڅې يواځې په عربي هېوادو کې د اسرائېلو جګړې را منځته کولو ته ځانګړې کړي، هلته او د هغو ټولو سېمو په سر چې اسلامي مقدسات پکې دي د يهودي امپراطورانو ملاتړ وکړي.

ايران د دې پروژې يو محکم ګواښ بلل کېږي، ايران د دې ستونزې په له منځه وړلو کې د امريکا په ټولو يا زياتره پوځې، سياسي، مالي او هم دېپلوماتېکو هڅو را غونډولو کې يو لوی خنډ دی.

په افغانستان کې د امريکا کمزوری پوځي وضعيت امريکا د دې توان نشي بښلای چې له افغانستان څخه په ايران دروند فشار ترسره کړي، بلکې افغانستان د امريکا د ځواک، پوځي روحيې، سياسي شهرت، نړيوال برم زبېښونکې سېمه ده، نو ځکه امريکا غواړي د سولې له لاري په افغان جګړه کې له ښکېلتيا ځان وباسي، ترڅو پوري چې جګړه ناکامه وي او کومه مثبته پايله يې نه وي لرلې نو يواځې د امريکايې سختيو لپاره روغه جوړه به د حل لاره وي نه د افغاني هغو… ځکه د جګړې بريالی اړخ د ماتې خوړلي دښمن په وتلو کې د هېڅ سختۍ پروا نه کوي.

سرچېنه : د مافا ( ادب المطاريد ) سیاسي سایت۲۴/۸/۲۰۱۸زېږدېز

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close