مضمون/مقاله څنګه وليکو؟

ژباړه او زياتونه: تميم توفيق

په نثر کې د يوې موضوع په اړه معلومات، دلايل يا خيالات ليکلو ته مضمون وايي. موږ ډير کله له مضمون ليکلو مخکې دا فکر کوو چې د دې مضمون لوستونکي د دې ځانګړې موضوع اړوند هغه معلومات نه لري، چې موږ يې لرو، له دې امله غواړو دغه ګټمن معلومات تر لوستونکو ورسوو، يا فکر کوو چې خلک يوه خاصه موضوع داسې نه سوچوي لکه څنګه چې ښايي؛ نو موږ هڅه کوو چې د مضمون له لارې د دې سوژې اړوند دلايلو په توسط خلک قائل کړو.

په پورتنيو دواړو صورتونو کې ستاسې سره سوژه ياد ليکلو لپاره څه موجود دي، اوس تاسې د معلوماتو، خيالاتو او دلايلو تنظيم او ترتيب په مخکې لرئ، تر څو يې په مناسبو ځايونو کې په داسې ترتيب ولکئ، چې لوستونکو ته اسان فهم او ګټمن وي او ستاسې وړاندي کړي دلايل يې متاثر کړي.

دې موخې ته د رسيدو لپاره تاسې دا طريقه غوره کړئ، چې لومړی خپله موضوع د يو کاغذ په منځ کې وليکئ او دائره ترې تاو کړئ، بيا په دې موضوع ستاسې په ذهن کې شته معلومات او دلايل، چې تاسې يې تر لوستونکو رسول غواړئ، د دائرې شاوخوا په کمکيو دائيرو کې نوټ کړئ، وروسته په دې سوچ وکړئ چې په کوم ترتيب به ستاسې د نوټ شويو معلوماتو او دلايلو ليکل مناسب وي، تر څو مضمون/مقاله عام فهمه او مقصد يې واضح وي، هر ترتيب چې مناسب او ښه درته ښکاره شو، په همغه ترتيب خپلو راغونډو کړو نکتو ته شماره ورکړئ.

د يوې پاڼې په سر کې (پيل) او اخر کې (پای) وليکئ (ضروري نه ده، البته ښه ده)، په دې سره ستاسې د مقالې سټرکچر يا ساخت تيار شو. يو ځل بيا په خپل نوټ نظر تير کړئ او وګورئ چې د څه زيادت يا کمبود ضرورت شته او که نه؟ که مو د مضمون/مقالې د بهترۍ لپاره کومه نکته زياتول يا کمول او يا هم په ترتيب کې تبديلي لازمه او مناسبه وليدله، پکې ويې کړئ.

اوس نو د ليکو مرحله ده، کاغذ او قلم راواخلئ او په بسم الله سره پرې پيل وکړئ. تر ټولو مخکې په يو پاراګراپ کې د مضمون مقدمه وليکئ. په مقدمه کې ځينې خلک د مقالې لنډ تعارف ليکي، تر څو لوستونکي پوه شي چې مقاله د څه په اړه ده او ليکوال څه غواړي ثابت کړي او يا يې وښيي، ځينې ليکوالان په کوچنيو مقالو کې يوازې موضوع ته د ننوتلو لپاره لار جوړوي، خو مقدمه بايد ډيره اوږده نه وي، بلکې نن سبا تر ټولو ښه دا بلل کيږي، چې مخامخ په موضوع پيل وشي او لوستونکي له خستګي لرې وساتل شي.

له دې وروسته خپل معلومات او دلايل په هغه ترتيب، لومړی، دوهم، دريم او….. وليکئ، چې تاسې په وړو دائرو کې د موضوع د دائرې په شاوخوا کې نوټ کړي وو. له معلوماتو هر يو په جلا پاراګراپ کې وليکئ، بيا بله نکته واخلئ او بيل پاراګراپ کې يې بيان کړئ، په دې طريقه په جلا پاراګراپونو کې راټول کړي ټول معلومات يا دلايل وليکئ.

تر ټولو وروسته د مقالې «پای» دی، دلته تاسې په يو پاراګراپ کې د خپلو ليکلو خبرو نتيجه واضح کوئ. دلته هم ضروري نه ده چې د مضمون د نتيجې په اړه دې څه وليکو، بلکې ډيری ښه ليکوالان، په زياته په لنډو مقالو کې، خوښوي چې مقاله په داسې پاراګراپ پای ته ورسوي چې هم د مقالې اختتام ښکاره کړي او هم نتيجه واضحه کړي. د دې مثال کټ مټ همدغه (مضمون/مقاله څنګه وليکو) دی، لومړی او د پای پاراګراپ يې په غور وګورئ.

نور نو ستاسې د ليکلو عمل پوره شوی او مقاله تياره ده، مګر يو مهم کار لا هم درته پاتې دی، هغه دا چې ليکنه له پوره کيدو وروسته لږ تر لږه يو ځل نظر ثاني کړئ، دا کار هميشنی عادت وګرځوئ، تر څو غلطي او اشتباهات پکې تير نشي او له مخته ليږلو/نشر وړاندې اصلاح شي، دغه راز که د بهتري لپاره يې کومه تبديلي (زيادت/کمبود) مناسبه درته ښکاره شي، تبديلي پکې راولئ. ښه ليکوالان په خپله مقاله ډير تکليف او محنت کوي او ډيری يې په هر مضمون له يو نه زيات ځله نظر ثاني کوي.

دغه طريقه د هر ډول او هرې سطحې مضمون/مقالې ليکنې لپاره ګټمنه ده، په زياته محصلين بايد ضرور دغه طريقه وکاروي، تر څو چې ښه مضمون نګار ترې جوړ يږي.

زما خپله تجربه ده چې که نوي ليکوالان د ليکوالي په لومړيو کې په دې طريقه عمل وکړي، ډيره ګټه په لاس ورکولی شي، وروسته چې قلم روان او د ليکوال ذهن د نکاتو، خيالاتو او دلايلو له يادولو سره عادي شي، بيا نوټ ته زيات ضرورت نه پيدا کيږي. په خاص ډول په نسبتاً اوږدو مقالو کې دغه لارښود بايد ضرور عملي شي او لنډ مضامين چې لومړيو کې نوی ليکوال ورسره په دې طريقه ځان عادت کړي، وروسته ورته زياته اړتيا نه ويني او کولی شي د يوې موضوع له پيدا کولو وروسته مخامخ په ليکلو پيل وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close