مظلوم طالب / عُقابي جانان

عُقابي جانان

(د پلڅرخي وحشي زندان د مظلومو طالبانو اعتصاب)

 

بندي لالی مې د څو ورځو نه نهار دی ربه

رحم پرې وکړې وږی، تږی، بې قرار دی ربه

 

نازکې شونډې يې ګنډلې په سيخونو باندې

له ډېرې لوږې نه بې هوشه او بيمار دی ربه

 

مظلوم طالب د نه خوړلو اعتصاب کړی دی

ته يې ناصر شې ازمائښت کې راهيسار دی ربه

 

د يوسفي جانان رخسار نن څومره مړاوی ښکاري

دا څومره لويه قرباني او ستر ايثار دی ربه

 

قهَّار، جبَّاره په ظالمو نړۍ ونړوه

چې ازار کړی يې زما د مينې يار دی ربه

 

د طالبانو نصرت وکړه چې جیلونه مات کړي

قيدي جانان هم له مودو نه انتظار دی ربه

 

د “عُقابي جانان” جانان خپل کور ته زر راوله

سترګو نظر ورپسې تللی د مور،پلار دی ربه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close