معترض نوماندان: له بايوميټريک پرته کارول شوې رايې دې باطلې شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۳۰)

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې معترض نوماندان وايي، چې له بايوميټريک پرته کارول شوې رايې دې باطلې اعلان شي.

د اعتراض کونکو نوماندانو ائيتلاف وايي، په ټاکنو کې درغلۍ، بې عدالتۍ او پر وخت د شکايتونو د نه اورېدو وروسته يې د نوماندانو اييتلاف جوړ کړی څو خپل غږ تر مسوولو چارواکو او نړيوالې ټولنې ورسوي.

د دغه اييتلاف مشر خواجه محمد شفيق د ټولو نوماندانو په نمايندګۍ غوښتنه وکړه څو له بايوميټريک پرته کارول شوې رايې باطلې اعلان شي زياتوي که د دوی دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورنکړل شي نو راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به تحريم، په اعتراضونو به لاس پورې او لويې لارې به وتړي.

دوی په ټينګار وويل، انتخاباتو شکاياتو کمېسيون ته سپارل شوي شکايتونه دې وڅېړل شي، په هغه ولايتونو کې چې بيا ځلې د ریو شميرنه کېږي بايد نوماندان حضور ولري په وينا يې په درغليو کې لاس لرونکي کسان دې مجازات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ له ننګرهار څخه ولسي جرګې ته نوماند حضرت علي د يوې غونډې پر مهال وويل چې د انتخاباتو کمېسيون په رايو کې لاسوهنه کوي  په خپله خوښه د نوماندانو رايې زياتوي او کموي.

تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي و چې د ولسي جرګې څوکۍ د انتخاباتو کمېسيون د ځينو چارواکو له خوا د ډالرو په بدل کېږې پلورل کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ويلي و چې د پارلماني ټاکنو لپاره به د ولایتونو رایو شمېرنې پایلې د لیندې میاشتې په دوهمه او د کابل ولایت به د یادې میاشتې په لسمه نيټه اعلان شي خو وروستي راپورونه ښيي چې د انتخاباتو کمېسيون مسوولينو او د سياسي ګوندونو د نمايندګانو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته د رايو شميرنه په ټپه ولاړه ده او ښايي يو ځل بيا د پارلماني انتخاباتو پايلې وځنډول شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close