معما د څه ده ؟!

قاري خالد

حیرانتیا ده، تعجب دی، ټول خلک ګوته پر غاښ دي، فکرونو پر سر اخیستي او په دې معما (!) د سر خلاصولو کوښښونه کوي.

معما د څه ده ؟ همدا چې څنګه یو زبرځواک چاود پوندو ، بې ټکنالوژۍ او بې تجربې جنګیالو ته پر ملا خم کیږي.

مختلف قضاوتونه روان دي، مختلف توجیهات لټول کیږي.

 صلیبي سیاسې څېرې(!) او د پېښو څېړونکي نه پوهیږي ، چې غربي نړۍ ته څنګه قناعت ورکړي او  ولې یو تش لاسي ولس ته مات دي ؟

هغوی چې پر غیبیاتو عقیده لري پوهیږي، هغوی ته معما نه ښکاري، هغوی ته د یو داسې ذات د مرستې وعده یاده ده، چې د خپل دین د ساتونکو سره یې څوارلس پېړۍ وړاندې هغه مهال وکړه، چې یو تش لاسی نفر  راپورته شو، لوی لوی سرداران یې وننګول او خپل بر حق دعوت یې ورته مخې ته کړ.

په اړه یې قضاوتونو زور وموند؛ چا شاعر وباله، چا کاهن او چا ساحر بللو.

ځېنو لیونی وباله او ځېنو پرې د کور ګندګۍ وغورځولې، خو د صبر او استقامت دغه غر نه د چا د تهمتونو پروا وکړه او نه یوه ذره ټکنی شو.

مایوسه دښمن ورته د مادیاتو او ښایسته نجونو پېشنهاد وکړ ،مګر ځواب یې “نه” واورېد.

حیرانتیا لا زیاته شوه، تعجب زیادت وموند، معما پر ‌ ذهن خپره شوه او د خلاصون اسانه لار جګړه وګڼل شوه.

د جګړې لپاره صفونه وتړل شول، یوې خوا ته د ګوتو په شمیر جنګیالي، بلې خوا ته ستر زغره وال او مجهز پوځ!

نتیجه څه شوه ؟ هیڅ تاریخ او تاریخپوه انکار نشي کولای، چې د بدر په میدان، کم شمیر جنګیالیو زیات شمیر مجهزو جګړه مارو ته شکست نه دی ورکړی.

په دې جګړه کې په سپینو جامو ملبوسې لښکرې ولیدل شوې، چې جوپه جوپه راښکته کېدلې او د کفارو سرونه او حواس یې الوځول.

همدغه کمکي لښکر او لږ شمیر جنګیالیو د قیصر او کسرا په عالي شانه قصرونو کمندونه ور واچول، مجهز پوځونه یې رېز مرېز او د سترو  سترو جنرالانو غرور یې له خاورو سره خاورې کړ.

مخالف لوریو هغه مهال هم همدغه تعجب کاوه، چې ولې د پښې ابله لښکر پر خلاف منظمې لښکرې ماتې خوري او په شاه درومي ؟

نو جنګ هم ددوی په ذهن کې معماحل نه کړه.

له یوې خوا که جنګ جګړې مضبوط اقتصاد غواړي، خو له بله پلوه محکمې عقیدې ته اړتیا وي.

هغوی چې په محکمه او راسخه عقیده جګړه نه کوي، تل یې اقتصاد په صفر کې ضربیږي، له زبر څخه زیرو کیږي او تجهیزات یې مقابل لورې ته پاته کیږي.

د سور ښکیلاک پر خلاف د افغان مېړني ولس مقاومت ثابته کړه، چې زبر ځواک هماغه دی، چې جګړه یې عقیدوي بڼه ولري او په قوي ایمان جګړه وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بدري لښکر په څېر، په تش لاس خو په محکم ایمان جګړه پیل او د غیبي لښکر په ملاتړ تر دې دمه بریالۍ راورسوله.

نړیوال طاغوت یې په حیرت کې واچوو او افغان ولس یې یو وار بیا د فتحې په درشل ودراوه.

غرب او غربپالان د خپل ابا و اجداد له اِرثه مجبور دي، چې د داسې اتلانو په اړه  داسې ناځوانه قضاوتونه پیل کړي ترڅو عامه اذهان مغشوش کړي، ولس له یو احتمالي(!) اشغاله ووېروي، په اتلانو بې باورۍ را منځ ته کړي او د خپل وجود د بقاء لپاره، عامه فکري انحراف رامنځته کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close