مفسده اداره د شړیدو په حال کې

ډاکټر آصف

ولسي جرګې یواځې د مالیې پر وزیر بیرته باور وکړ

ولسي جرګې په غیاب کې د ټرانسپورټ وزیر محمد الله بتاش او د پوهنې وزیر اسد الله حنیف بلخي څخه هم د باور رایې واخېستې .
جرګې د مالیې وزیر په ګډون دریو واړو ته په غیاب کې صندوقونه اېښې وو چې یواځې اکلیل حکیمې ترې بریالی ووت او پاتې دوه وزیرانو د باور رایه له لاسه ورکړه.
د ټرانسپورټ وزیر محمد الله بتاش ته جرګې ۵۱ ) تایید ( ۱۴۲ ) رد ( ۶ ) سپېنې او ( ۵ ) باطلې رایې ورکړې.
د پوهنې وزیر اسد الله حنیف بلخي څخه هم وکیلانو د باور رایه واخېسته.
جرګې بلخي ته ( ۶۸ ) تایید ( ۱۳۱ ) رد ( ۳ ) سپېنې او ( ۲ ) باطلې رایې ورکړې.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي بیا هغه دریم کس وو چې وتوانید د جرګې له استیضاحیه غونډې نه له شرمیدو پرته په حیا کې ووځي.
جرګې اکلیل حکیمي ته ( ۸۵ ) تایید ( ۱۱۲ ) رد ( ۲ ) سپېنې او ( ۵ ) باطلې رایې ورکړې.
دا له تېرې ورځې پنځه وزیران شول چې ولسي جرګې ترې د باور رایې واخېستې.
د ارګ له غوښتنې سره سره بیا هم وکیلان په خپل دریځ ټینګ دي او وايي چې د وزیرانو استیضاح ته به دوام ورکړي.

اشرف غني اوس هڅه کوي چې دغه اوبو وړي ورخ ته د شګو بند واچوي چې هیڅ درد نشي دوا کولی. ځکه چې کوږ بار  تر منزله نشي رسیدی، د کومې ادارې بنسټ چې پر فساد ایښودل شوی وي پایښت نلري او هرو  مرو به له زوال سره مخ کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close