مقدونیا د افغان کډوالو پر مخ دروازې تړلې دي، چې له وجې یې لوی انساني بحران رامنځ ته شوی دی

کابل ټکی کام چهارشنبه ۵ کب ۱۳۹۴ل فرید احمد
د یونان له لوري د افغان کډوالو پر مخ د دروازو تړل یو بشري ناورین رامنځ ته کړی دی، په زرګونه کډوال دواړو لوریو ته بند پاتې دي او یو لوړ اغزن تار کې راګېر شوي دي، خو کله چې هم دوی د اغزن تار سره سره د اوښتو کوښښ وکړي د پولیسو له لوري ونیول شي او بېرته واړول شي.
دغه کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي په بې چاره ګۍ د خپل برخلیک انتظار باسي.
دوی وايي چې په ملک کې یې امنیت نشته، د مختلفو نومونو تر نامه لاندې وژل کیږي، او دولت یې نشي کولای چې ددوی امنیت ډاډمن کړي، دوی وايي چې مرګ ته تیار دي خو بېرته خپل ملک ته نه ستنیږي.
سید محمد چې د پروان ولایت دی د تلفون له لارې زمونږ همکار ته ویلي دي چې دنیاوال دې لمړۍ دا یقیني کړي چې په افغانستان کې یو باثباته د افغانانو په خوښه حکومت رامنځ ته کړي نو بیا به دوی هم خپل هېواد ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمشنرۍ هم اندېښنه ښودلې ده چې د یونان د مېډیلي په ټاپو کې د کډوالو ایسارول، د یوې انساني فاجعې رامنځ ته کېدو لپاره لاره جوړول دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ زیاتوي چې د اتریش او سلوانیا له لوري په پولو کنټرول لا زیاتول د اروپايي ټولنو د قوانینو سره په ټکر کې دي، له کوم وخت چې بالکان د کډوالو پر مخ دروازې وتړلې نو کډوالو د لا خطرناکو لارو څخه په استفاده اروپایي هېوادونو ته د اوښتو هڅه کوي، خو د ایسار شویو حیواناتو په شان له هرې خوا ایسار شوي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي دي چې د روان میلادي کال له پيل راهیسې څه دپاسه سل زره کډوال یونان او اېټالیا ته اوښتې دي، چې څلور سوه تنه یې په لارو لادرکه شوي دي.
په افغانستان کې مدني فعالان وايي چې دولت یې په اړه هېڅ کوم پلان یا تسمیم نلري ترڅو د کډولو سره د مرستو په موخه له نړیوالو سازمانونو سره خبرې شریکې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close