ملامت چارواکي او خجالت ولس / نعمان لطیف

له امریکایانو سره د امنیتي تړون په تړاؤ، په هېواد کې دغربي صادراتي ډېموکراسۍ له بطنه د رالوېدلیو سیاسیونو ترمنځ وروستیو ناندریو ته په کتو، انسان باوري کیږي چې په اوس کې فعال سیاسیون دخپلو ګټو او هوا بندګان دي
پرون یوې خبرې غونډې ته دکابل د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په وینا کې هم داسې اشاره وه پر امنیتي تړون دتجدید نظر غوښتونکي، اصل کې د یو څو پیسو ـ ټکو غوښتونکي دي چې په همداسې خبرو او بازار تېزۍ له امریکایانو پیسې وصولوي

حامد کرزی عجیبه سړی ؤ، له غلامۍ یې انکار نشي کېدلای مګر له امریکایانو سره یې دخپل طبعیت مطابق جهاد! کاؤه
کرزي به په خصوصي مجالسو کې ویل چې د امریکایانو سره پرېمانه ډالر دي، له دوی ډالر وهل جهاد دی جهاد
دوی زموږ له غمه نه دي راغلي، خپلو اهدافو پسې راغلي دي. کله چې ددوی اهداف پوره شي موږ به په وچ میدان پرېږدي او دوی به را څخه درومي. مخکې تر دې چې ددوی اهداف پوره شي او یواځې مو پرېږدي، له دوی هم ښه پرېمانه ډالر ووهئ.
دډاکټر غني نظام ټول پر ټوله په کپېټالېزم تکیا کوي او پیسې پکې هغه چاته رسیږي چې لومړی عقیدتاً کپېټالیست وي او ثانیاً شتمن وي، همدا لامل دی چې دډېموکراسۍ نوزائیده اولادونه(سیاسیون) په مختلفو حیلو ـ پلمو له امریکایانو ډالر وصولوي

کلونه وړاندې مې یوه پښتو ثمثیلي ټوټه لیدله
په تمثیل کې دری وروڼه وي، یو یې کوڼ وي، دوهم په سترګو چپی وي او درېیم ورور سم وي. دکوڼ او چپي ورور ټولې نادودې سم ورور برداشت کوي، خوارکۍ کله خجالت او کله ملامت
دکابل اداره کټ مټ همهغه تمثیلي پارچه ده، دوی دډالرو خوند او غلامانه ضمیر ړانده او کاڼه اچولي دي خو دشرم او خجالت بار یې موږ ته تاریخي عار جوړیږي

دنظام د هر فرد اعظمي کوښښ له امریکایانو دډالرو حصول دی. یواځنۍ ارزښت او هدف چې افغان ډېموکراتان یې لري، ډالر ترلاسه کؤل دي، خواه په هر قیمت او هر رنګ وي.
که دوی پرې بدرنګ وي، که په بې ننګه وي او که مو دین او وطن ته تاریخي عار هم وي، وي دې خو چې ددوی بانکي اکاؤنټونه له ډالرو ډک وي
ننګرهار ښار کې دډاکټرصیب غني دسلاکار او برحاله چارواکي په دفتر کې داعشیان، باروت او چاودېدنکي توکي وموندل شؤه، جنرال صیب صحیح او سلامت ګرځي او ننګرهاری ملت خوارکۍ خجل او ملامت ګرځي

خبره داده چې نه مجددي صیب دملت له غمه مړ دی، نه یې یارانو ته د امریکایانو شتون په پسته حلوا کې هډوکی ښکاري، نه پرې دهېوادوالو دپرېمانه مرګ ژوبلې له امله خوبونه حرام شوي دي، اصل خبره داده چې مجددي صیب او بانډ یې چې د امنیتي تړون له درکه یې خپل بانکي اکاؤنټونه پړسولي ول، اوس چې تړون شوی دی او امریکایان لکه لېوان په وطن کې خپاره دي او له شتون یې ګټې دنظام برحاله چارواکو او عقیدوي ملګرو ته رسېږي( لکه د ولسمشر مېرمن رولا چې سېګار په وروستي راپور کې یادؤنه ترې کړې ده او داسې نور….) مجددي صیب او بانډ ته یې، یا په بله اصطلاح دډالرو دحصول مجاهدینو ملګرو ته یې زور ورکړی دی
دوی چې اوس ګرم او نرم لګیا دي، د اکاؤنټ بیا ډکولو لپاره فقط او فقط بازار تېزې کوي
خلاصه دا چې؛ دا ملت که ويښ نشي او په سر یې قمار وهونکي سیاسیون پسې وانخلي، دملامته چارواکو دشرمؤنکو کړنو خجالت به یې په اوږو بار، او تلپاته تاریخي عار شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close