ملا اخترمحمد منصور مړ نشو بللی

لیکنه: شبیراحمد عثماني دوشنبه غبرګولي/جوزا ۳ ۹۵

د یکشنبې په شپه داسې خبرونه خپاره شول چې ګویا د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور د زابل ولایت سره په پوله د احمدوال په سیمه کې د امریکایي ډرون تر برید لاندې راغلی او وژل شویدی. نن دافغانستان دکابینې په غونډه کې هم اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله دا خبر تأئید کړ ، ملي امنیت هم د غرمي پر وخت د ملا اخترمحمد منصور وژنه تائید کړه ، بل خوا د امریکا خارجه وزیر جانکیري هم دبرما په پلازمینه کتمندو کې خبریالانو ته وویل چې مونږ ځکه په ملا منصور د ډرون برید وکړ چې منصور  امریکايي  او افغان امنیتي ځواکونو لپاره خطرناک و، همداراز نوموړي د سولې د خبرو مخالفت کاوه.

ترکومه بریده د ملا اخترمحمد منصور د وژنې خبره ده پخپله طالبانوتردې وخته دا خبر ندی تأئید کړی.

خو که بیا هم احیانا دا خبر رښتیا وي، آیا د امریکا او افغان حکومت لپاره به لاسته راوړنه وي او که د تباهي پیل او د طالبانو لپاره به رښتیا هم د منصور صیب وژنه نه جبیره کیدونکی زیان وي؟

غواړم تر یو بریده پورتنیو پوښتنو ته ځواب پیدا کړم!

ملا اختر محمد منصور د روسانو او کمونستي رژیم پرخلاف جهاد کې د بري تر وخته د جهاد په ګرمو سنګرونو کې پاتې شوی، د ظلم فساد او فتنو پر خلاف د طالبانو د تحریک د مؤسسینو څخه یو دی چې ډیر مدبر با استقامته ، د سترې حوصلې څښتن ، سیرت او صورت یې محمدي او په هیواد او خپلو اولس ډیر مین شخصیت دی.

د طالبانو په اسلامي تحریک کې یې خدمت  تقریبا د تحریک ټولو غړو ته مالوم دي چې تر پایه یې پر شخصي ګټو اسلامي او امارتي ګټې لوړې ګڼلي دي. همدا وجه ده چې د طالبانو په منځ کې ډیر محبوب او د قدر وړ شخصیت ګرځیدلی دی.

نوموړی خدای بخښلي ملا محمد عمر مجاهد په ژوند کې خپل نائب وټاکه چې په ډیرو سختو شرائطو کې یې یو افغانستان شموله تحریک په ډیر ښه شان رهبري او منظم کړ او د ګردې نړۍ د پوځي ځواک په وړاندې یې طالب وسلوال ځواکونه په ډیره ښه طریقه ورزمول، آن چې د امریکا او ناټو ډیر ورزیده رهبران او پوځي قوماندانان یې په سیاسي او پوځي ډګر کې په عقب نشیني مجبور کړل هغه امریکایان چې ځان یې نړیوال ژاندارم معرفي کاوه او د طالبانو سره یې خبرې هم نه کولې پدې مجبور کړل چې د طالبانو سره یې د خبرو میز ته راکش کړي او ومو لیدل چې د ګوانتنامو له زندان څخه یې خپل پنځه تنه لوړ رتبه ملګري  خوشي او یو امریکایي پوځي یې په بدل کې ورکړ. اوس یو ځل بیا هڅه کوي چې امریکایان مستقیماً خبرو کولو ته اړ کړي. طالبان په دې اند دي چې پر افغانستان امریکایانو جګړه تحمیل کړي ، خلک یې وژلي ، کورونه یې وران کړي او بیګناه یې افغانان ځورولي او بیګناه یې زندانونو ته اچولي دي اوس باید امریکا دا مسئولیت ومني او دجګړې د پای ته رسولو مناسبې لارې چارې ولټوي او سم مسیر ته راشي.

مګر امریکایان دا هڅه کوي چې د افغانستان د جګړې له مسئولیته ځان یوې غاړې ته کړي او داسې ذهنیت نړۍ ته ورکړي چې ګویا افغانان پخپل منځ کې په جګړو اخته او امریکا هیڅ مسئولیت نلري.

همدغه سبب دی چې طالبان د څلور اړخیزو ناستو جریان ته نه داخلیږي.

د امریکا او ناټو پوځي ماهرین چې د هر یو په روزنه ملیونونه ډالر مصرف شوي دي د نړۍ په کچه ځانونه ممتاز جنګي ماهرین ګڼي ، لیکن د تیرو څوارلسو کالو په اوږدو کې د یوې دینې مدرسې شاګرد ملا اخترمحمد منصور د جنګیالیو په وړاندې هیڅ ویاړ او حیثیت ورپاته نشو، د بیلګې په توګه د امریکا په تاریخ کې د سي آی اې  په مرکز داسې برید نه و شوی لکه په کابل کې چې د ملا اخترمحمد منصور سرتیري یې پر مرکز ورننوتل او تر دوه نیم ساعته یې درنه جګړه وکړه. د انګستان په تاریخ کې د انګلستان پوځ له داسې جګړې سره نه و مخامخ شوی لکه په شوراب پوځي اډه کې چې د اخترمحمد منصور سرتیرو پر زړونو برچې ورخښې کړې، د خوست ، په سیلرنو او چپ مین پوځي اډو، د باګرام په ستر پوځي بیس د کندهار پر هوایي ډګر د طالب سرتیرو ورننوتل او داسې نور… ټول هغه بریدونه د بیلګې په توګه یادولی شو چې د امریکا او ناټو پوځي او استخباراتي ماهرین یې په مخنیوي کې پاتې راغلل.

دا ټول هغه څه دي چې ملا اخترمحمد منصور یې روزنه او لار ښونه کړي ده.

د ملامحمد عمر مجاهد له وفات وروسته طالبانو په غوڅ اکثریت ملا اخترمحمد منصور خپل امیر وټاکه د هیواد له ټولو ولایتونو څخه وسلوالو طالبانو خپل بیعت ورسره وکړ، ښاغلي منصور پخپلو ویناوو او هدایاتو کې خپلو مجاهدینو ته وویل چې په ټولو ولایاتو کې او حتی په هره سیمه کې د مکاتبو خیال وساتئ استاذان او شاګردان باید د زده کړو بهیرته تشویق کړئ او هیڅوک پرینږدئ چې د زده کړو او روزنې بهیر ټکنی کړي، په ټولو سیمو او ولایاتو کې د ټولګټو تأسیساتو په کلکه ساتنه وکړئ، تر خپله وسه د خپلو هیوادوالو د سر، مال او ناموس نه ساتنه وکړئ او ښه روابط باید ورسره ولرئ!

دا هغه څه و چې پخوا به نړیوالو او د افغانستان حکومت پلوه رسنیو  داسې تبلیغول چې ګویا طالبان د مکتبونو ، ټولګټو تأسیساتو مخالف او عامو خلکو سره له تشدد نه کار اخلي.

دا هم د منصور صیب یوه داسې ځانګړنه ده چې پر محمدي غره شریعت د عمل او د خپلو مسلمانو هیوادوالو سره د مینې روښانه ثبوت یې ګنلی شو.    

د ملا اختر محمد منصور مړینه خو تر دې وخته طالبانو نده تأئید کړي خو که دا خبر حقیقت هم ولري پر طالبانو به فکر نکوم چې کوم بد اغیز پریباسي ځکه چې طالبان پخپل صف کې دا راز ډیر شخصیتونه لري او خلا یې ډیره زر ډکولی شي. تر کومه بریده چې زه طالبان پیژنم هیڅ یو یې په روانه جګړه کې له مرګه ویره نلري بلکې، دا دځان لپاره یو ستر ویاړ ګڼي.

د طالبانو مشرتابه تر بل هرچا ډیر ژر سنبالیږي ځکه چې د طالبانو کشره طبقه کسان  پخپله د دې غوښتونکي دي چې باید تیت او پرک نشي او پر مشرانو فشار راوړي چې هرڅومره ژر کیدای شي باید یو تن امیر وټاکي او دوی ورسره بیعت وکړي.

که ستونزه جوړیږي نو یوازې امریکا او افغان حکومت ته به درنه ستونزه رامنځته شي ځکه چې شاید تر ملا اخترمحمد منصور بل داسې یو مشر وټاکي چې طالبان تر ده ډیر منظم او ښه ورزموي او د دوی لپاره درنې او پیچلي ستونزې پیدا کړي.

مونږ داسې معلومات هم لرو چې له څو کلونو راهیسې د طالبانو د سرتیرو مرکزونو ته د لوړو زده کړو لرونکي ځوانان په داوطلب ډول تللي او ځای پرځای شوي دي چې پدې کې یې ډیر داسې هم شته چې غواړي جګړه د افغانستان پرځای امریکا او اروپاته ته انتقال کړي خو تر دې وخته د طالب مشرانو لخوا ورته اجازه نه ده ورکړل شوي ـ د طالبانو مشران په دې ټینګار کوي چې مونږ د خپل هیواد لپاره سیاست او کړنلاره لرو، نه غواړو چې په نورو هیوادونو یرغل وکړو، خو دا ویره شته چې که امریکا  د طالبانو مشران په نښه کوي نو شاید افغانان د خپل انتقامي خصوصیت له مخې امریکایان او اروپایان پخپلو هیوادونو کې د غم په ټغرونو کښینوي او د دې مخنیوی به هم د امریکا او هم د اروپا لپاره ډیر ستونزمن وي او دروند قیمت به یې ورکړي.

مګر ښه خبره داده چې امریکایان او اروپایان داسې پالیسي او کړنلاره غوره کړي چې هم د دوی په ګټه وي او هم د افغانانو. دا چې دوی د افغانانو مشران وژني نو شاید په دوی هم څوک ګلان ونه شیندي.

مونږ دطالبانو درسنیو له لارې خبر شوي یو ملا اخترمحمد منصور سره د القاعده نړیوال جهادي سازمان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو بیعت کړی شاید افغان طالب سرتیري له افغانستانه امریکا او اروپا ته لاړ نشي او د طالبانو مشرتابه اجازه هم ورنکړي خو هغه ځوانان به چې پخپله د امریکا او اروپا اتباع دي څنګه څوک کنترول کړي؟ په داسې حال کې چې په ننۍ زمانه کې تعلیم او تکنالوژي عامه شوي معلومات او تکتیکونه پریمانه دي ، د امریکایانو پالیسیو پخپله په نوي نسل کې د فدا کارۍ جذبه تر وروستي بریده راژوندۍ کړی نو دا به د امریکا لپاره ډیر بد عواقب ولري.

افغان حکومت ته زمونږ مشوره داده چې د افغانانو په مرګ خوشحالي کول ډیر بد عواقب لري باید دا عواقب په نظر کې ولرئ هسې نا چې د طالبانو احساسات تر دې راوپاروي چې بیا نه په ارګ کې خوندي پاتې کیدای شئ او نه په خپل کور کې ، د افغانانو خپلمنځي ستونزې د اسلامي او افغاني روایاتو په بنسټ هوارې کړئ نه د پردیو په دود او دستور.

د امریکا او اروپا لپاره خپل افغانان نور قرباني نکړي ، هر افغان له هر پردي نه باید مونږ ته اهمیت ولري د پردیو د ګټو پر ځای دافغانستان او اسلام ګټې په نظر کې ونیسئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close