ملا اختر محمد منصور خپلو جنګیالیو ته د عام المنفعه ځایونو د ساتنې امر وکړ

کابل ټکی کام ۰۵عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور نن سهار اووه نیمې بجې خپلو جنګیالیو ته د مخابرې له لارې د لاسته راوړنو مبارکي وړاندې کړه او د الله تعالی څخه د نصرت او د دوی په صف کې وژل شویو او بندیانو شویو ته یې اجرونه او دعاګانې وغوښتې.
ښاغلي اختر منصور پخپله وینا کې د افغانستان ولس یو متدین او با شهامته ولس بللی دی، او خپلو ټولو جنګیالیو ته یې امر کړی دی تر څو له دوی سره ښه رویه وکړي، او هغه ځایونه چې ولس ته پکې ګټه وي، حفاظت او ساتنه وشي.
او همدا راز خپلو جنگیالیو ته په وینا کی هغه وویل چی د سپین ږیرو او علماء کرامو احترام ورباندی لازم دی  له هغوی سره په کارونو کې مشوره واخېستل شی.
ښاغلي اختر محمد منصور خپلو سرګروپانو، قومندانانو او ډلګۍ مشرانو باندې ځانګړی غږ کړی دی چې تر څو په خپل صف کې پر کشرانو جنګیالیو باندې پوره فکر وشي، هغه زیاته کری که چیری جنگیالی یی له عمر دیر کم وی نو د والدینو خذمت او یا مدرسی کیذسبق ویلو ته دی تشوبق شی.
ښاغلي اختر منصور د وینا په پای کې خپلو جنګیالیو ته د اسلامي امارت د صف د اتحاد یادونه کری، او د اسلامي امارت د صف په متحد ساتلو کې یې د نورو هڅو ډاډ ورکړی دی، او نوموړی د الله تعالی شکر ادأ کری دی چې تر دې دمه پورې یې د اسلامي امارت صف متحد پاتی شوی دی.
او د خپل صف د بې اتفاقۍ په اړه یې د دولتي رسنیو خبرونه د دښمن تبلیغات، بې بنسټه او بې اساسه بللي دي.
او له خپلو جنګیالیو څخه یې د دعاء غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close