ملا ورته څه نه دي ویلي؟

جواد څارگر

تېره اونۍ په فیسبوک کې د ملا پر نوم وه؛ چا یې حماسې لیکلې، چا کیسې او چا ګرده نړۍ د ملاصاحب منت باره بلله.

د تاند او روان قلم څښتن، ښاعلي استاد لطف الله خیرخواه صاحب یو کالم د’ملا ورته څه ویلي’ پر عنوان ولیکه او په پښتني ټولنه کې د ملا په حکمت، حیثیت او خدمت یې جالب معلومات لیکلي ول؛ دلته ځواب نه لیکم بلکې پر هغه څه غږېږم چې ملا ورته ویلي.

شاه امان الله و، وچ کلک مُلا بېچاره ته بلا و، دغربي ډیموکراسۍ د تطبیق لپاره یې ډانګ له مُلا تاؤ کړ.

نظام شاهي و او ظاهرخان یې شاه و، عسکري اجباري وه، که ملا و که عامي و، د سر خوړلې عسکرۍ دوه کلنه موده به یې تېروله؛ په زور یې په ملایانو ورکې ږېرې وخرئیلې، او مُلا د ټولنې له عامو خلکو څخه هیڅ جلا امتیاز نه درلود، مګر ملا بېچاره ورته هیڅ ونه ویل.

داودخان راغی او د واک د سمبالښت سره سم یې لومړنی کوتک د مُلا په ډډو کېښود، حفیظ، ترکی، کارمل او نجیب هم د کمونستي مفکورې پر وړاندې مُلا خنډ باله، دا وروستني واکمان د ملا په حق کې دومره سپین سترګي شول چې آن په لمونځ ولاړ ملایان یې له امامته وګرځول او په څرخي پله کې یې واچول؛ لنډه دا چې دلته به هر واکمن راتلو، بسم الله یې په مُلا کوله، ګویا چې مُلا دې نه بشر وي او نه د افغان ټولنې غړی.

دلته یو څوک چې نوم یې بسم الله دی، تبلیغ ته تللی و. امیرصاحب به چې وعظ کاوه، ټول ترکیز یې پر بسم الله و.

ویل یې؛ باید د هر کار پیل په بسم الله  وکړئ؛ بسم الله اکا چې دا واورېدل، سوچ یې وکړ لکه چې ټوله کیسه په ده ورتین ده، غلې یې بستره ګول کړه او له مسجده وتښتېد.

زموږ په دې وطن کې د مُلا کیسه، د بسم الله کیسه وه؛ مُلا یې له جوماته راوویست، مُلا یې له کوره راوویست ، مُلا یې له مدرسې راوویست، مُلا یې له پټي راپاڅاوه، له دوکانه یې راوکېښ او ولچک ـ زولنه یې له دره تر داره ورساوه.

بناءً ملا دوی ته وویل؛ پاچا غل دی، وزیر یې مل دی او ددې خوار ولس دین، کلتور، فرهنګ او ناموس ته یې چل دی.

دا ولس چې په هر ډګر کې د مُلا منت بار دی، طبعي ده چې تر بل هر چا به لومړی د مُلا مني.

د مُلا سره ددې ټولو ناخوالو باوجود مُلا چوپ و، مګر کله چې د وحشت لمبې د ملا له ذاته واوښتې، کله چې له مساجدو لمبې پورته شوې، پر ژوندیو انسانانو په بلدوزرو خاورې واړوَل شوې، کله چې تنکي ماشومان د وسله والو د جنسي غرائزو قربانیان شول، کله چې په حامله ښځو په عام محضر کې بچوڼي وزېږوَل شول، کله چې باعفته پېغلو، دعفت ساتلو په پار له څو پوړیزو ودانیو ځانونه وغورځول، کله چې د رقص مرده سیالیو زور واخیست، کله چې انسانیت په پاټکونو کې پر انسان وداړل شو، کله چې د بدخشان لاجورد دپاریس په بازارونو کې لیلام شول او چې کله افغان مسلمان د کابل په تکاویو کې د زور واکانو د شکنجو لاندې سلګۍ ووهلې؛ ملا ورته وویل چې پورته شئ، حق مو وغواړئ!.

د ولس پر نمایندګۍ د ولس د حق غوښتنې توغ مُلا پورته کړ.

ملا د ټول طاغوت وړاندې سینه سپر کړه، مُلا د ټول فِرنګ او نېرنګ مخې ته لکه غر ودرېد، مُلا د هر جابر او ظالم پر وړاندې د حق نعره پورته کړه، مُلا د هر فاحش او فاجر چارواکي ناوړه جنسي غرائر وننګول، نو ځکه دوی مُلا بد ګڼي.

ځکه د ملا بد وایي، ځکه د ملا سره دښمني پالي، ځکه ملا له سیاسته کاږي، ځکه د نصیرالدین کیسو ته په ټولنه کې د ملا نصیرالدین نوم ورکوي، ترڅو ملا ساده او لوده معرفي کړي.

ملا ورته ویلي؛ شراب مه څښه لیونی کوي دي، ملا ورته ویلي د بل در ته مه درېږه، خپل عزت به دې لیلام شي، ملا ورته ویلي هلکان مه نڅوه، خپل بچیان به دې درته بلا شي، ملا ورته ویلي ښځه او لور توپیر لري، تفکیک یې کړه.

دوی چې د مُلا نه مني او برعکس د ملا د بدنامولو هڅې کوي؛ لامل یې ددوی شخصي ګټې، شخصي هوسونه، شخصي غرائز، شخصي تمایلات او شخصي سلیقې دي.

ملا ددې ټولنې رهنما دی، ملا ددې ټولنې مقتدا دی او ددې ټولنې د هوساینې لپاره د ملا خدمات او قربانۍ تر بل هر چا زیاتې او د ستایلو وړ دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close