ملي ائتلاف او ملي حکومت د نامليتوب په لور

د ملي حکومت او ملي ايتلاف په نوم ټلوالې په کندهار، مزار شریف او هرات ښارونو کې د انتخاباتو د کمیسیون د سیمه ییزو دفترونو مخته پرلتونه ووهل او د دغو دفترونو کار یې له ځنډ سره مخامخ کړ، چې د ملي يووالي په نوم حکومت يې د نورو اختلافاتو او ستونزو سره هم مخ کړ.

د ولسي جرګې د راروانو ټاکنو پر خلاف ملي ائتلاف په درې ښارونو کې د ټاکنو د دفترونو مخې ته خيمې درولې او په درې واړو ښارونو کې پرلت يا نا سته د ملي امنيت لپاره د حرانتيا خبره ده، چې په خيمه کې ناست اعتراض کوونکي وايي تر هغو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفترونو له مخې نه ليرې کېږي چې غوښتنې یې منل شوې نه وي.

که څه هم د ولسي جرګې د را روانو ټاکنو لپاره ځنډ جوړوونکو (ملي ائتلاف) ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ، چې د انتخاباتو د کمیسیون د دفترونو په وړاندې خنډونه پای ته ورسوي، خو لا د ملي ائتلاف او ملي حکومت تر منځ اختلافات پر ځای پاتې دي او د خنډ او ځنډ غوغا يې تر ملګرو ملتونو پورې ورسيده.

د ملي يووالي حکومت چې تر اوسه یې په وزارتونو کې يووالی را نه ووست، د ټاکنو د کميسيون ويلي که ګوندونه د انتخاباتو د کميسون د دفترونو بندولو ته دوام ورکړي، د ولسي جرګې انتخابات به وځنډېږي؛ ځکه خو د ملي يووالي حکومت د ملي ائتلاف او ملي ائتلاف د ملي يووالي د حکومت پر خلاف کړنې او تبليغات کوي، چې حکومتي چارواکي يې په يوه بله انديښنه کې اچولي دي.

د افغان ولس لپاره ملي ائتلاف او د ملي يووالي په نوم حکومت دواړه په تاوان کې دي. تر اوسه چې په افغانستان کې د پرديو په شتون کې د جګړې اور بل دی، د همدې دواړو د کړنو پايلې دي او لا څرګنده نه ده چې د افغان ولس برخليک به د کومې تيارې په لور بيايي؟

د ارګ خبر پاڼې ويلي چې په درې ولايتونو، کندهار، مزار شریف او هرات ښارونو کې د ټاکنيزو دفترو د تړلو تر څنګ د ټلوالې پلويانو تيره ورځ په ننګرهار کې د ټاکنو سیمه ییز دفتر هم تړلی دی، چې د معلوماتو په اساس د ننګرهار امنيتي ساتونکو او پوليسو تر منځ يو څه شخړه هم رامنځ ته شوې، خو د ننګرهار د چارواکو په وينا د کورنيو چارو د وزارت یې د ټاکنو د دفترونو د تړونکو د نيولو امر ورکړی دى.

د ولسي جرګې لپاره د راتونکو ټاکنو پر سر ناندرۍ او اختلاف د رايو ورکوونکو بايو ميترک سستم عملي کول، په انتخاباتو کې ګوندونو ته زياته ونډه ورکول او جعلکارۍ موضوعاتو ملي ایتلاف او د ملي يووالي حکومت د نامليتوب په لوري روان کړي دي.

له يوې خوا د ولسي جرګې لپاره ټاکنو ته نږدې کيدل او له بلې خوا روان اختلاف کې د ستونزې د حل څرک نه ليدلو اشرف غني او عبدالله د سياف کور ته په ورتللو اړ کړل.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې انتخاباتو ته یوه میاشت پاتې ده او په دومره لنډ وخت کې د بایو ميتریک سیستم د عملي کولو امکان نشته؛ ځکه په ولاياتو کې د اعتراض کوونکو خيمې د ټاکنو د دفترونو مخو ته ودرول شوې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو ويلي چې افغانان د ې دا ستونزه او اعتراضونه خپلو کې سره حل کړي او ټاکنو ته دې خنډ او ځنډ نه جوړوي، خو روانو اختلافاتو ته په نظر ويلى شو چې د ملي يووالي حکومت او ملي ايتلاف يې د نامليتوب په لور روان کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close