ملي امنیت:د طالبانو نفوذي بریدګر له جعلي آدرسه کار اخیستی وو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۳۰)

د ملي امنیت ادارې د کندهار د برید نور اړخونه رابرسیره کړي او یوځل بیا یې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په برید کې  بهرنۍ کړۍ ښکیلې وي.

د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي نن په کندهار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل؛ پر جنرال عبدالرازق برید کوونکي له جعلي نوم، جعلي پېژندپاڼې (تذکرې) څخه استفاده کړې وه.
نوموړی وایي؛ نفوذي بریدګر په شخصي تضمین د کندهار له والي سره د ساتونکي دنده پيل کړې وه او ښه اعتماد یې تر لاسه کړی وو.

هغه نفوذي بریدګر چې جنرال رازق یې وواژه

نوموړی ادعا کوي چې ښایي بریدګر تر برید وړاندې د پولې آخوا هم اړیکې نیولې وي.
بل خوا ډاکټر عبدالله او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې برید کې د امریکا او پاکستان لاس درلودل په کلکه ردوي او زیاتوي چې په دغه برید کې هیڅ بهرنۍ کړۍ لاس نه لري.
باید وویل شي، چې د طالبانو یوه نفوذي بریدګر د تیرې پنجشنبې پر ورځ د کندهار  د ولایت مقام کې د یوې امنیتي غونډې تر خلاصیدو وروسته لومړی پر جنرال رازق او د ملي امنیت پر رئیس ډزې وکړې او ځای پرځای یې وواژه، خو کله چې نوموړي غوښتل امریکایي قوماندان او ملګري یې په نښه کړي ـ یوه بې وسلې خبریال، چې خپله هم ووژل شو ، غیږ ورکړې او د نوموړي د نورو تلفاتو د اوښتو مخه یې نیولې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close