ملي امنیت قوماندان “علي پور“ نیولی ؛ په غبرګون کې یې قهرجن لاریون شوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۴)

د افغانستان د ملي امنیت ادارې نن د کابل په دشت برچي سیمه کې خپلسری قوماندان علي پور چې په “شمشیر“ مشهور و، نیولی دی.
پر نوموړي تور و، چې په خاص اروزګان او غزني کې یې بشرضده جنایتونه کړي دي.
د نوموړی د نیولو هڅې له وړاندې پیل شوې وې، چې بالاخره ملي امنیت نن وتوانید چې د دشت برچي په قلعه ناصر سیمه کې یې ونیسي.
سرچینې وایي ملی امنیت څو ځله هڅه وکړه چې نوموړی په خپل پلرني ټاټوبي کې له وسلوالو سره یوځای ونیسي، خو د نوموړي له قوي غبرګون څخه یې ویره درلوده.
وروستي راپورونه وایی چې د قوماندان علي پور په پلوۍ لسګونه هزاره توکمه کسان د کابل واټونو ته راوتلي او دنوموي د پریښودو غوښتنه کوي.

د کابل امنیه قومندان، سید محمد روشندل وايي اعتراض کوونکو ډزې کړې او په سیمه کې یې د پولیسو ځینو پوستو ته اور اچولی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close