ملي امنیت قومندان علي پور بيرته خوشې کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۵) د راپورونو له مخې، د افغانستان ملي امنيت ادارې په جنګي جنايتونو او د عامو خلکو پر ځورولو تورن قومندان علي پور بيرته له بنده خوشې کړی دی.

نوموړی تيره ورځ د کابل په دشت برچي سيمه کې نيول شوی و چې د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت ادارې په يوه خبرپاڼه کې د هغه د نيولو لامل جنګي جنایتونه، خپلسري وسله وال لرل او د خلکو ځورول په ګوته کړي و.

د ولسمشر د دوهم مرستيال د مطبوعاتي دفتر د هغه د خوشې کولو سره د هغه د ازادۍ تازه انځورونه هم خپاره کړي دي.

نوموړی تيره ورځ د ملي امنيت ادارې نيولی و چې د نيولو سره سم يې د ځينو ولايتونو په شمول په کابل ښار کې د هغه پلويانو مظاهرې وکړې، واټونه يې وتړل او د علي پور د خوشې کولو غوښتنه يې کوله.

قومندان علي پور په ميدان وردګو او غور ولايتونو کې خپلسرې وسله والې مليشې لري چې د وسلو په زور له خلکو باجونه اخلي او خلک ځوروي.

د نوموړي د خلاصون په غبرګون کې په کابل ښار کې نن او پرون د هغه پلويانو چې په وسلو سمبال و پر پوليسو ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې د امنيتي مسوولینو په وينا اته څلوېښت پوليس ټپيان شوي دي.

د ولسي جرګې غړي وایي پرونیو لاریون کوونکو هغه وسلې کارولې دي چې حکومت پخپله ورکړې وې. د ولسي جرګې غړې آرین یون وویل، چې دغه وسلې بېرته ټولې نه شوې او له همدې وسلو په استفاده، پرونیو لاریون کوونکو په کابل ښار کې ډزې کولې او کابل ښاریانو ژوند یې تریخ کړی و.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين اختر محمد ابراهيمي تاييدوي، چې پوليس په هغو وسلو ويشتل شوي چې د تکيه خانو د ساتنې لپاره شيعه مذهبه وګړو ته ويشلی شوې وې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close