ملي دفاع وزرات: له هندوستان وروسته امریکا افغان ځواکونو ته ۴جنګي الوتکې ورکوي

کابل ټکی کام ۰۶جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ملي دفاع وزرات وايي چې له هندوستان څخه وروسته امریکا ژمنه کړې ده چې افغان ځواکونو ته به ۴جنګي الوتکې ورکوي، تر څو د وسلوالو په مقابل کې د مبارزې په ډګر کې ترې کار واخلي.
د ملي دفاع وزارت ویاند ښاغلي دولت وزیري وویل، دوی په هڅه کې دي، تر څو د افغان پوځ د هوايي ځواک نیمګړتیاوې حل کړي.
چارواکي وايي، دوی ته ورکړل شوې هندي الوتکې به په یوه میاشت کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close