ملي شورا: طالبانو د هوا په ګرمېدو سره په شمال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی

کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ملي شورا غړیو ویلي دي، چې طالبانو د هوا په ګرمېدو سره د هېواد په شمالي ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، او هغه سیمې چې په اوړي کې یې له لاسه ورکړې وې، بېرته نیولي دي.
د ملي شورا غړیو په بغلان، کندز، تخار، سرپل او بلخ ولایتونو کې د طالبانو له لورې د سختو جګړو خبر ورکړ.
د ملي شورا غړیو اندېښنه وښودله شونې ده، چې د ولایتونو مرکزونه سقوط وکړي.
د مشرانو جرګې غړی محمد عظیم قوباش د شمالي ولایتونو په امنیتي وضعه اندېښمن دی.
«د شمال او د شمال ختیځ امنیتي وضعیت دا مهال د اندېښنې وړ دی، له کندز، سرپل او جوزجان ولایتونو څخه سلګونه کورنۍ کابل او بلخ ته تللي دي.»
د ملي شورا غړیو پر امنیتي ارګانونو سختې نیوکې وکړې، او ویې ویل چې دوی د شمال په جګړه کې بې غوري کوي.
همدا راز د ملي شورا غړیو د ملي یووالي د حکومت پر دواړو مشرانو نیوکې وکړې، او ویې ویل، چې دوی د افغانستان پر خلکو لوبې کوي.
د یادولو ده، چې طالبانو د جمعې له ورځې راهیسې د کندز د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو باندې سخت بریدونه پیل کړي دي، چې دا مهال جګړه د کندز ښار ته رسېدلې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close