ملي یووالي حکومت: ځواکونه مو پیاوړي شوي، د سیګار راپور بې اساسه دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۰)

د ملي یووالي حکومت اړوند د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سیګار وروستی راپور رد کړی او د جګړې په برخه کې یې د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا خبر ورکړی.
د ملي دفاع وزارت ویلي،

“د دوست هیواد امریکا مرستې د ځواکونو په تمویل او تجهیز او دغه راز د جګړو په ډګرونو کې د هغوی پر مرال اغیز کړی او لا یې د نړیوال تروریزم د مقابلې لپاره هڅولي دي“

خو سیګار ویلي چې، د دفاع وزارت له ۲۰۱۰م کال راهيسې د يو ميليارد شپږ سوه شل ميليونه ډالرو په ارزښت له قرارداديانو سره څلور قرادادونه کړي چې له جملې يې نور ختم شوي او يواځې يو پاتې دی چې هغه به هم په روانه نومبر مياشت کې ختم شي چې په وینا یې تول قراردادونه له فساد څخه ډک وو.

بل لور ته د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند وایي ، چې د سیګار راپور هیڅ حقیقت نه لري او افغان ځواکونه په ښه توګه د عملیاتو رهبري مخته وړي.

د ملي یووالي حکومت داسې مهال دې غبرګون ته اړ کیږي چې سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان پر ملي اردو او پوليسو لګول شويو سلګونه ميليونه ډالرو هيڅ مثبته پايله نه ده لرې او ډيری يې بې ځایه لګول شوي دي.

‎سیګار دغه راز ویلي چې د هیواد ۵۵،۵ برخه د افغان ځواکونو تر کنترول لاندې ده او په نورو نقاطو طالبان حاکم دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close