ملکي وګړو خونديتوب ډله: تيره مياشت د ګډو ځواکونو عملیاتو کې ۱۰۳ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۰)

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي تيره ستمبر مياشت کې افغانستان کې څه باندې اووه سوه ملکي وګړي وژل شوي چې يواځې يوسل درې تنو د ګډو ځواکونو په بمبار او عملياتو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عدالت غوښتنې ډلې رسنیو ته په لېږلې يوه اعلاميه کې ويلي، د چاودنو، سرتيرو بریدونو او هوايي بمبار او عملیاتو کې ټول دوه سوه څلوېښت کسان وژل شوي او درې سوه پنځوس څخه زيات ټپيان دي.

اعلاميه زياتوي، تر ټولو زياته مرګ ژوبله د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د لاريون پر مهال رامنځته شوې چې له کبله يې اته شپيته ملکيان شهيدان او يوسل شپږپنځوس نور ټپيان شول.

دغه رازه اعلاميه کې د کابل د برید یادونه هم شوې چې په ترڅ کې يې د دوو خبريالانو په ګډون نوي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ملکي وګړو د خونديتوب ډله وايي، ګډو ځواکونو د تيرې مياشتې په بمباريو او عملياتو کې چې په دولس ولايتونو کې ترسره شوي يواځې يوسل درې کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر اساس يواځې په تيره مياشت کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شميرې له سلګونو اوړي.

خو د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله ډير کله د ملکيانو د تلفاتو په اړه هغه راپورونو ته ځای ورکوي چې يواځې په بمي بریدونو او په ښاري سيمو کې د وسله والو بريدګرو له لوري ترسره شوي وي.

دغه ډلې په خپره کړې اعلاميه کې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د شپنيو عملياتو پر مهال په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته پام وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close