ملکي وګړو خونديتوب ډله: تير اګست کې ۲۶۱ملکي وګړي وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۰)

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې يا ” سي اې پي جي ” وايي، د وړمې مياشتې په پرتله په تير اګست مياشت کې په افغانستان کې زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یادې ډلې د ملکي تلفاتو په اړه د اګست مياشتې په راپور کې ويلي چې په نوولس ولايتونو کې “يوسل یوشپیته” ملکيان وژل شوي او “پنځه سوه څلورويشت” نور ټپيان دي.

راپور زياتوي، په جولای مياشت کې د وژل شويو کسانو شمير “دوه سوه دوه ديرش” او د ټپيانو “درې سوه ديارلس” و خو تير اګست مياشت دغه شميرې لوړې شوي دي.

د عدالت غوښتنې ډله وايي، په تير اګست کې تر ټولو زياته مرګ ژوبله په غزني ولايت کې ملکي وګړو ته اوښتې ده.

تيره مياشت طالبانو د غزني پر ولايت بريد وکړ چې د دغه ولايت نږدې نوي سلنه ښار يې له دولتي ځواکونو ونيو او پکې لسګونه دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو غزني ښار له څو ورځو ساتلو وروسته په دې هدف بيرته خوشې کړ چې د ځايي خلکو او طالبانو په وينا بهرنيو او افغان ځواکونو ملکي ميشت ځايونه د هوايي بریدونو هدف وګرځول او مرګ ژوبله يې واړوله.

د عدالت غوښتنې ډله وايي، د غزني په جګړو کې “دوه اتيا” ملکي وګړي وژل شوي او دوه سوه دولس ژوبل دي.

راپور کې راغلي، له غزني وروسته د کابل د دشت برچي سيمې د “موعود” په نوم په روزنيز مرکز کې زياته مرګ ژوبله اوښتې چې په ترڅ کې يې “نهه شپيته ملکیان” وژل شوي او “پنځه نوي” نور ټپيان دي او له هغي وروسته د پکتيا مرکز ګرديز کې د شيعه ګانو پر جومات برید “نهه ويشت” ملکي وګړي ووژل او “شپږپنځوس” نور يې ټپيان کړل.

د کابل د دشت برچي او ګرديز کې د بریدونو پړې د داعش ډلې په غاړه اخيستې وې.

که څه هم سي اې پي جي د تير اګست مياشتې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې زیاته پړه پر طالبانو اچولي خو د راپورونو او ځايي سرچينو پر اساس د غزني په جګړه کې تر ډيره د دولتي ځواکونو د هاوان مرميو، توپونو او هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړي زيانمن شوي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

بايد وويل شي، چې ډير کله د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملیاتو او هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوړي خو د ملکي وګړو د خونديتوب ډلې تر اوسه په خپل راپور کې ځای نه دی ورکړی، لکه د بيلګې په وړمه شپه ګډو ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ په بهار سيمه کې عمليات وکړل چې پر مهال يې يوولس کسان ووژل شول او د ځايي اوسېدونکو په وينا نهه تنه پکې ملکي وګړي و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close