ملکی تلفات، دښکیلو خواو ادعاوې او واقعیتونه

 

راپورتاژ: فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۷)
د ملکي تلفاتو موضوع چې د روان تشنج له کلیدي موضوعاتو شمیرل کیږي، په دې ورستیو کې یوځل بیا ښکیلې غاړې د یو او بل د ملامتولو سوژه ګرځولې.

عیني واقعیتونه د هوایي بمباریو او شپینیو چاپو څخه د ډیرو تلفاتو خبر ورکوي خو د یوناما په ګډون یوشمیر دولتي او امریکایي پلوه سازمانونه بیا دا واقعیتونه ردوي او امریکایي ځواکونه یواځې د ۳ سلنې ملکي تلفاتو مسؤل بولي .
د یونام تازه راپور کې چې طالبان په ۴۰ سلنې ملکي تلفاتو کې مسؤل وبلل شول د طالبانو غبرګون راوپاراو چې یاده ادعا په کې په یومخیزه توګه رد او تازه سپیناوی یې را برسیره کړ.
طالبان وایي؛ تیر 17 کاله د یوناما راپور په همدې شکل خپریږي، چې ظاهري بڼه یې د بشري خواخوږۍ وي، خو په حقیقت کې یرغلګرو قاتلانو ته مکمل برائت ورکول او افغان حکومت ته یې نسبي برائت ورکول غرض وي.

د نظامیانو تلفات:

د دفاع وزارت ادعا کوي چې په تیره یوه میاشت کې یې ۱۶۴۰ طالب جنګیالي وژلي چې په ورځنۍ توګه دا شمیر ۵۴.۶۶ تنو ته رسیږي.
بلخوا طالب ویاند په خپله ټویټرپاڼه کې د تیرو ۱۰ ورځو راپورونه څرګندوي چې په دې موده کې ۲۳۰ دولتي ځواکونه وژل شوي.
د دفاع وزارت په دې راپورونو کې د هغو بریدونو قربانیان هم وسلوال طالبان بللي چې په زرمت ، ننګرهار او کندوز کې رامنځته شول او په نښه شوي کسان یې د ښځو او ماشومانو په ګډو ټول ولسي وګړي و.

لویدیځې رسنۍ:

د غربي رسنیو په حواله امریکا په تېر2017م کال کې په افغانستان کې 21 زره بمونه اورولي دي. له دې سره سره چې د «Military times» په نوم امریکایي ویب پاڼې له قوله، د امریکا پوځ په تېر 2017م کال کې له ثبت شویو بمباریو څخه علاوه، 456 داسې درانه بمونه اورولي، چې خورا دروند بشري زیان یې اړولی، خو امریکایي پوځ هغه له ثبت او رسنیو نه پټ ساتلي.
تر دې ور آخوا په ۲۰۱۸ کال کې تر دې دمه زرګونه نور بمونه هم اورول شوي چې قربانیان یې لوی اکثریت ولسي وګړي بلل شوي.

طالبان څه وایي؟

 

طالبانو په یوه تازه څیړنیز راپور کې ویلي ؛ په مجموعي ډول په (1931) ملکيانو کې (904) تنه يې شهيدان شوي او متباقي (1027) يې زخميان دي.

بیا د (904) شهيدانو له جملې څخه (731) تنه يې نارينه، (97) تنه يې ښځې او (76) تنه نور يې ماشومان دي.

په (904) شهيدانو کې (694) تنه د امريکايانو او د هغوی پورې تړلو داخلي عسکرو، پولیسو او اربکیانو لخوا په بمبارونو او بریدونو کې شهیدان شوي، چې د مجموعې شهيدانو )82 % سلنه جوړوي.

(123) تنه شهیدان د داعش او یا نامعلومو کسانو لخوا رامنځته شوي چې (15%) سلنه کيږي، او د (24) تنو وژنه د خپل منځي شخړو په نتیجه کې رامنځته شوې چې (3 %) سلنه کيږي

راپور زیاتوي؛ د روان کال په لومړیو دريو مياشتو کې (196) پيښې ثبت شوي، خو په دريو ورستنيو مياشتو کې (253) پيښې ثبت شوې دي چې په دې ډول په پښو کې (57%) سلنه زياتوالی راغلی دی.

همدار راز د شهیدانو او ټپيانو تعداد په لومړيو دريو مياشتو کې (764) تنه وو مګر په دريو وروستنيو مياشتو کې د مرګ ژوبلې شمیره (1931) تنو ته لوړ شوی دی، چې (1137) تنو زياتوالی پکې راغلي دی.

 

په نښه شوي ملکیان رښتیا هم طالبان دي؟ 

په زرمت، ننګرهار ، کندوز او یو شمیر نورو ولایاتو کې د امریکایي او افغان ځواکونو له خوا وروستیو ټولوژنو ته د دولتي ویاندویانو ځواب داوو، چې ګواکې په نښه شوي کسان ټول وسلوال طالبان دي او که ملکیان و نو خامخا یې طالبانو په کورونو کې پناه اخیستې وه.
شنونکي وایي، طالبان دخپلې پالیسۍ ترمخه هیڅکله له ملکي اهدافو د خپل غلیم په مقابل کې کار نه اخلي او که احیاناً داسې کړنه رامنځته کیږي، نو طالبان هم دهمدې خاورې د کلیو او بانډو خلک دي زیاتره ولسونه یې همکار دي ښایي هغوی خپلو کورنو یا هم د خپلو همکارو ولسونو په غوښتنه د هغوی کورونو ته وربلل شوی وي چې په داسې ځایونو کې د طالبانو په نښه کول هیڅ قانوني جواز نلري.

همداراز په پورته  دواړو حالاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره شونې ده چې دولت پلوي وسلوال د طالبانو د په نښه کولو په خاطر داسې تکتیک وکاروي چې ولسي خلکو ته پکې مرګ ژوبله وانه وړي.
پوځي کارپوهان وایي، امریکا غواړي د وحشتونو او جنایاتو په ترسره کولو سره د ولسونو ترمنځ طالب ضده روحیه پیاوړې کړي ترڅو هغوی طالبانو ته په خپلو کورونو کې د اوسیدو ځای ورنه کړي  او تر څنګ یې د افغانانو تر منځ د دائمي نفاق تخم وشیندي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close