ملګرو ملتونو له فساد سره سره افغانستان د بشر له حقوقو سرغړونکی هېواد وباله

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د څار نړيوالې ادارې لخوا ، چې د ۲۰۱۵ز کال په پای کې يې سروې وکړه؛  افغانستان يې د فساد په اړه دويم هېواد خو د بي بي سي په راپور کې دريم هېواد ياد کړل شو . خپله د افغان موجوده دولت  يو شمېر شوراګانو اعتراف کړی دی ، چې د پخوا په څېر په لوړه کچه فساد روان دی او کېدی شي ، چې افغانستان په نړيواله کچه يو بې باوره هېواد ياد کړل شي .

پرون د ملګرو ملتونو د بشرد حقوقو د ادارې لخوا د ۲۰۱۵ کال يو راپور خپور شو، چې پر افغانستان يې د بشر د حقوقو څخه د سرغړونې ګوته پورته کړه . د بشر د حقوقو اداره دا مني چې په کومو هېوادونو کې جګړې روانې وي ، هلته د بشر حقوق چې زيات تاوانونه يې ښځو او ماشومانوته رسېږي ، نه مراعت کېږي؛ خو په افغانستان کې د هغو ولايتونو چې نسبتاً نورو ولايتونوته يې حالات ښه دي او په ځانګړې توګه په پلازمينه کابل او خواو شا کې يې هم د بشر حقوق تر پښو لاندې کېږي.

تېر کال د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو ادارې په يو راپور کې ويلي و، چې طالبان د جګړې پرمهال له ولسي وګړو څخه د سپر په ډول کار اخلي او  د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې لوړ والی يې هم طالبانو ته منسوب کړ، چې په هغه مهال طالب مشرانو د بشر د حقوقو د سازمان د راپور غندنه وکړه او هغه يې بې بنسټه وباله . په تېر کال ۲۰۱۵ز کې د بشر د حقوقو سازمان د طالب وسلوالو پرځای چې څو کاله يې پرلپسې په طالبانو دبشر دحقوقو دنه مراعت کولو ، نيوکې کولې داځل يې د ملي يوالي پرحکومت نيوکې کړي ، چې د بشر له حقوقو څخه يې سرغړونه کړې ده . د ملګرو ملتونو ادارې په خپل راپور کې ويلي چې د ملي يوالي د حکومت د بشر د حقوقو د درناوی زيات چانسونه د لاسه ورکړي دي، افغانستان سره په بلياردونو ډالره مرستې وشوې ؛ خو د بشر د حقوقو د ساتنې په اړه همغه حال دی کوم چې د ۲۰۰۱ز کال پرمهال و ، بلکې تر ۲۰۰۱ کال بد حالت په افغانستان کې روان دی . د دومره زياتو مرستو باوجود د افغان چارواکو په افغانستان کې د پام وړ سمون د بشر د حقوقو په اړه ندی راوستی .

په ملګرو ملتونوکې د بشر د حقوقو د سازمان مشري ( پتر بشيه ګوزمن ) چې د افغانستان لپاره ځانګړې استازې او د بشر د حقوقو د څارنې چارې پرمخ وړي، ويلي يې دي : په افغانستان کې زندانيان د تېر وخت په څېر په بد حالت کې د زندان شپې سبا کوي ، تر مياشتو مياشتو يې څېړنې او پلټنې نه کېږي ، د ښځو په وړاندې تاو تريخوالي ترپخوا زيات او په ټول هېواد کې د ښځو د ځان سوزونې کچه لوړه پاتې ده او دريم دا چې د رسنيو بنسټونه په ځای د دې چې ګټه ورته ورسول شي، تاوانونه يې ليدلی دي .

 ګوزمن ويلي افغانستان سره پراخې مرستې شوي ؛ خو اوسيدونکي يې اوس هم په بد حالت کې ژوند کوي  او دا د ملي يوالي حکومت ناکامي ده ، چې ځايي مليشې ، پوليس او اربکيان د ولسي وګړو باج اخلي او بد چلند ورسره کوي. ګوزمن وايي: د يوې خوا د ملي حکومت د چارواکو ترمنځ اختلافات او د بلې خوا په اداري فساد نه کنترول د دې باعث شوی چې د طالب وسلوالو د پرمختګ مخه نه ده نيولې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close