ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې استعفا وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۸)

په ملګري ملتونو کې د امریکا سفيرې نيکې هيلې د نا معلومو دلايلو پر اساس اسعفا کړې ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د هيلي استعفا منلې خو ويلي يې دي چې د روان کال تر پایه به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

هيلې چې له تيرو دوو کلونو راهيسې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ده تر اوسه يې د استعفا لامل نه دی روښانه شوی خو ويل کېږي نوموړې څو ورځې مخکې په سپينه ماڼې کې له ټرمپ سره په دې اړه خبرې کړي دي.

هیلي په تېره اپرېل میاشت کې وروسته له هغې د سپينې ماڼې سره اړيکې بې خونده شوې چې د ټرمپ یوه مرستیال وویل، نیکي هیلي د روسیې پرضد بندیزونو لګولو کې بیړه کړې ده.‌

هغې د خپلې دندې پر مهال د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا غړیتوب هم ختم کړ.

هیلي له هنده د یوې کډوالې کورنۍ غړې ده، چې لومړي سر کې یې کله چې د ساوټ ‌کارولینا ایالت والۍ وه،‌ د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مخالفت کاوه.‌

هغې په تيره دسمبر مياش کې په ټرمپ نيوکه کړې وه چې په وينا يې د هغه خبرې  په نړیواله کچه کړکیچ رامنځ ته کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close