ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشري مرستو پر کارکوونکو بريدونه ډیر شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۶) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه راپور کې ويلي، په افغانستان کې د بشري مرستو پر کارکوونکو په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

راپور زياتوي، د روان کال په تېره مئ مياشت کې د يادې ادارې پر کارکوونکو د بريدونو يوپنځوس پېښې ثبت شوي چې دا د تېرې میاشتې په پرتله دوه برابره زياتوالی ښيي.

د بشري مرستو همږۍ اداره وايي، په اپريل مياشت کې يواځې څلورويشت پېښې شوې وې چې په ترڅ کې يې يو کارکوونکی وژل شوی و، نهه تنه ټپيان، يو نيول شوی او شپږ نور تښتول شوي و خو د يادو کسانو د هويت او ځای په اړه يې معلومات نه دي خپاره کړي.

راپور کې راغلي، چې له دېرشو زيات بريدونه پر کلينيکونو او روغتيايي کارکوونکو شوي زیاتوي چې په دې بريدونو کې د جګړې ټولې ښکېلې غاړې ککړې دي.

دوی د طالبانو په ګډون داعش وسله واله ډله، د افغانستان حکومتي ځواکونه او بهرني ځواکونه د يادو بريدونو او پېښو مسئولين بللي دي.

ملګري متلونه وايي،تر ټولو زياتې پېښې په کندهار، هلمند، روزګان، ننګرهار او بلخ ولايت کې شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close