ملګري ملتونه: ديارلس نيم ميليونه افغانان خوراکي توکو ته اړتيا لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۵)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يوناما وايي، په دغه هېواد کې ديارلس نيم ميليونه خلک خوراکي توکو ته اړتيا لري.

په کابل کې د يوناما مرستيال ټوبي لينزر يوې خبري غونډې ته وويل، که افغانستان کې سوله راشي نوه يوه بله اصلي جګړه (د بې وزلۍ) په وړاندې راپاتې ده چې باید له بيوزله افغانانو سره د خوراکي توکو اړتيا وړ شيانو مرسته وشي.

لينزر وايي، ډيری خلک په افغانستان کې د بې وزلۍ له کبله يو وخت ډوډۍ خوري.

نوموړي وويل، ملګري ملتونه هم د سولې بهير سره مرسته کوي، په دغه برخه کې ځينې لاسته راوړنې شته او ملګري ملتونه به د سولې وروسته په افغانستان کې د بشري وضعیت له ښه کیدو سره به مرسته کوي.

نوموړزياتوي، د افغانستان مخ پر زياتېدونکی نفوس، د کډوالو راستنېدل، د اقليمي بدلون له کبله بې ځايه شوې کورنۍ، بې وزلي او ډيری نورې ستونزې هم شته چې باید له اوسه ورته پاملرنه وشي ځکه چې د ممکنه سولې له راتلو وروسته به ورته رسېدل لا نور سخت وي.

د ده په وینا مخ پر زیاتیدونکی نفوس، د کډوالو راستنېدل، کورني بې ځایه شوي اقلیمي بدلون، بې وزلي او ځينې نورې هغه ستونزې دي چې که سر له اوسه ورته پاملرنه ونه شي د ممکنه سولې وروسته به ورته رسیدا سخته وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام په پام کې لري چې سږ کال له څلورنيم ميليونه بې وزله افغانانو سره مرسته وکړي او د دغه مرستې د ترلاسه کولو لپاره يې له نړيوالو د شپږ سوه دولس ميلويونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close