ملګري ملتونه: د افغانستان درې ميليونه وګړي له قحطۍ سره مخ کېدونکي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴)

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږې چارو مشر توبي لانزر وايي، د فقر او جګړو له امله ميليونونه افغانان د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخ دي او که عاجله مرسته ونه شي ښايي ميليونونه کسان له قطح سره مخ شي.

د لارنز په وينا، دا مهال درې ميليونه افغانان خوراکي توکو ته اړتیا لري او که له هغوی سره پر وخت مرسته ونه شي له قطحۍ سره مخ کېدونکي دي.

نوموړي ويلي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې مرستې راجلب او لږ تر لږه د (دوه اعشاريه پنځه ميليونه) افغانانو سره د روان کال د دسمبر تر پنځلسمې نيټې مرسته وکړي.

د لارنز په خبره، درې ميليونه افغان وګړي د غذايي خونديتوب د نشتوالي له درکه په څلورمه درجه کې دي چې د قطحې نه يواځې یو درجه وړاندې حالت دی.

هغه وايي، تيره مياشت د اړمنو خلکو له ډلې يواځې له (شپږسوه زره) خلکو سره د غنمو، غوړيو او ورته ډول نورو توکو مرسته شوې زياتوي چې ټاکل شوې د راتلونکې مياشت تر وروستيو پورې له (شپږ سوه زره) نورو سره هم ورته ډول مرستې وشي.

لارنز وويل، افغانستان کې اته ميليونه نور خلک د خوراکي توکو د نشتوالي په درېيمه درجه کې دي چې له کبله يې په ډيری کوچنيانو کې د سؤ تغذيې کچه لوړه شوې ده.

په عين حال کې د افغانستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې مرستيال اسلم سياس وايي، د وچکالۍ له امله شل ولايتونه د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي زياتوي چې (پنځه سوه زره) کورنۍ چې ثبت شوي د وچکالۍ، طبيعي پيښو او جګړو له کبله يې خپلې اصلي سيمې پريښي او بې ځايه شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close