ملګري ملتونه د حلب ښار ته خپل څارونکي لیږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) زرغون خوږیاڼی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پریکړه لیک تصویب کړی، چې له مخې به یې د حلب ختیځ ته خپل څارونکي استوي، ترڅو هلته د اسد رژیم لخوا د بشرضد جنایتونو مخنیوی وشي.

په پریکړه لیک کې ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون به په بیړني ډول سره د سوریې ولسمشر او په جګړه کې ښکیلو د دواړو لوریو استازو سره خبرې وکړي، تر څو د ملګرو ملتونو  څارونکو ته د تللو زمینه برابره شي او د ملکي وګړو د لیږد بهیر وڅاري.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفیر خبرداری ورکړی، چې د اسد رژیم او د هغوی ملاتړې شیعه ملیشو په حلب کې بشر ضد جنایتونه ترسره کړي او دغلته یې بشري ناورین پيښ کړی دی، د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو څارونکې ډله به د اسدي رژیم لخوا د بشرضد جنایتونو مخنیوی وکړي.

همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي سمنټا پاور ویلي، دا زموږ دنده ده تر څو د حلب ختيځ ته چې په زرګونو عام وګړي په کې کلابند دي په بیړنۍ توګه خپل څارونکي واستوو او دا یو مهمه پریکړه ده، تر څو هلته د د کلابندو وګړو د لیږد بهیر له بسونو لیدنه او څارنه وکړي، موږ ددې پریکړه لیک په بیړه سره پلي کیدل غواړو او پلی نه شي نو بیا د کاغذ یوه ټوټه ده.

  په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا د حلب په جګړو کې د ښکیلو خواو څخه غوښتنه کړې چې دغلته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو څارونکو او د روغتیايي کارکوونکو ته اجازه ورکړي تر څو په بیړني ډول سره خپل روغتیايي خدمتونه ترسره کړي.

تیر ماښام دترکیې رسنیو خبر ورکړ، چې د حلب له کلابندو سیمو سره صلیب د بسونو او امبولانسونو پواسطه نږدې اوودیرش نیم زره کسان خوندي سیمو ته لیږدولي دي.

بلخوا په حلب کې د لبنان حزب الله ډلې او ایراني شیعه ملیشو د اسدي رژیم مخالفو وسله والو(انقلابیانو) ته خبر داری ورکړی چې د حلب له ختیځه ووځي او که نه ددوی لخوا به د سختو بریدونو لاندې راشي.

ملیشو په لاسپیکرونو کې ځینې پیغامونه خپاره کړي چې وايي د حلب ښار پر هغو ختیځو سیمو به بریدونه وکړي چې لاهم د مخالفو وسله والو په لاس کې دي.

همدارنګه د مخالفو وسله والو(انقلابیانو) یوه چارواکي ویلي، وسله وال به یې له ختیځ حلبه تر هغو ونه وځي، چې له ښاره ټول ولسي وګړي وتلي نه وي.

دتیرې پنجشنبې په ورځ د سره صلیب ادارې وویل، چې په ختیځ حلب کې د پاتې ولسي وګړو شمېر شاوخهوا ۴۰ زره او د وسله والو شمېر نژدې ۱۰ زره دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close