ملګري ملتونه: د کندوز په هوايي بريد کې ۳۲ ملکيان وژل شوي او ۱۹ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۸) الماس خدرخېل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په کندوز کې د امريکايي ځواکونو په هوايي برید  کې ۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.

د يوناما دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په يادو ملکي تلفاتو کې يې ډېرى ښځې او ماشومان وژل شوي او د ملکي خلکو ۲۲ کورونه نړول شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي تادامیچي یاماماتو وايي، د ملګي وګړو وژل د نه منلو وړ دي.

څو ورځې وړاندې کندوز ولایت کې امريکايي جنګي الوتکو هوايي بریدونه وکړل، چې له امله يې ۵۰ تنو ته چې زیات شمېر يې ښځې او ماشومان وو مرګ ژوبله واوښته، دغه بريد د کندز مرکز ته نږدې په بز کندهاري سيمه کې ترسره شو.

په همدې تړاو نوموړي وویل: (د ولسي خلکو زیان د منلو وړ نه دی، ځکه په دې سره په افغانستان کې د سولې او ثبات هڅو ته زیان رسېږي).
هغه زیاته کړه، چې (کله هم نړيوال ځواکونه هوايي بريدونه کوي، باید د ملکي تلفاتو د بچ کولو لپاره ټول ممکن اقدامات ترسره کړي).

د امريکا پوځ منلې، چې د کندوز په بزکندهاري سيمه کې د دوی په بريدونو کې ملکيان وژل شوي دي.

دغه بريد د افغان ځانګړو ځواکونو او امريکايي مشاورینو د ملاتړ په موخه هغه مهال ترسره شو، چې د طالبانو پر يوه قومندان د عملياتو پر مهال تر سخت برید لاندې راغلل. دې بريد کې درې افغان او دوه امريکايي عسکر ووژل شول.

که څه هم د طالبانو په وړاندې د امريکا پراخ پوځي عملیات په ۲۰۱۴م کال کې پای ته ورسېدل، امريکايي ځواکونه لا هم له افغان ځواکونو سره د مرستې په پلمه جګړه کې ونډه اخلي.
د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې یاد بريد سره په تېره اونۍ کې د ملکي تلفاتو کچه تر ۹۵ مړو او ۱۱۱ زخمیانو ورسېده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close