ملګري ملتونه: روان کال نږدې دوه نيم لکه افغانان بې ځايه شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۷)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره “اوچا” په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د روان کال له پيله تر دې دمه نږدې دوه نيم لکه افغانانو د جګړو او نا امنيو له کله بې ځایه شوي دي.

د اوچا په راپور کې راغلي، چې د روان کال له پیل څخه د اکتوبر مياشتې تر لومړۍ اوونۍ پورې د جګړو او نا امنيو له امله ۲۴۹زره او ۲۳۳ افغانانو خپلې اصلي سيمې پريښي زياتوي يواځې د اکتوبر مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې ۲۸۴۰۰ کسان اړ شوي چې نورو سيمو ته ولاړ شي.

راپور زیاتوي، کاپيسا، پروان، تخار، پکتيکا، غزني، کنړ او بادغيس هغه ولايتونه دي چې تر ټولو زيات افغانان پکې بې ځايه شوي دي.

اوچا وايي، د ياد شمير کسانو له ډلې (يوسل څوارلس زره) زيانمن شويو کسانو ته تيره اوونۍ بشري مرستې رسېدلي خو پنځه پنځوس سلنه وګړي لا هم لومړنيو بشري مرستو ته اړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې دفاع وزارت د ټاکنو د امنيت لپاره په خپلو عملياتو کې زیاتوالی راوستی چې له کبله يې ډيری خلک دېته اړ شوي چې خپلې سيمې پريږدي او نورو امن سيمو ته کډه شي.

د ملګرو ملتونو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په لويديځو او جنوبي ولايتونو کې د وچکالۍ له کبله هم (دوه سوه شپاړلس زره) افغانان بې ځايه شوي چې يواځې د پنځلس ولايتونو ۱،۲ ميليونه وچکالۍ ځپلو سره مرستې شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close