ملګري ملتونه: سږ کال په کور دننه درې لکه افغانان بې ځایه شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۷)

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، په روان کال کې په دغه هېواد کې درې سوه زره افغانان د جګړو او نا امنيو له کبله بې ځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په تازه خپاره کړي راپور کې چې پرون د سې شنبې په ورځ يې خپور کړی ويلي، د افغانستان په بغلان، ننګرهار، میدان وردګ او هلمند ولايتو کې د تیرو لسو مياشتو په موده کې دوه نيم لکه کسانو د جګړو له کبله خپل کورونه پريښي دي.

راپور کې راغلي، يواځې د غزني ښار په شاوخوا کې ۲۵۱۱ کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې وايي، ډيری سيمو کې غير مسووله وسله وال کسان د مرسته رسوونکو ادارو څخه په غير قانوني توګه پيسې غواړي چې دغه کار د مرسته رسولو بهير له خنډ سره مخ کړی دی.

افغانستان کې د نا امنيو او جګړو تر څنګ وچکالۍ هم لکونه کسان زيانمن کړي چې له کبله يې زرګونه کورنيو خپلې اصلي مينې پريښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.

د یادونې ده، چې تيره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) مرستيال مارک لوکاک د اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله سره د جنيوال کنفرانس په څنډه کې د ليدنې پر مهال ژمنه وکړه چې دغه سازمان به د وچکالۍ ځپلو ته د رسيدګۍ په برخه کې خپلې مرستې لا ډيرې او پراخې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close