ملګري ملتونه: ميانمار غواړي د رخاين ولايت ټول مسلمانان ووژني

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۶) الماس خدرخېل

د ملګرو ملتونو چارواکي په تازه څرګندونو کې ويلي، چې ميانمار يا د برما حکومت غواړي چې پر خپله خاوره د مسلمانانو نسل ختم کړي او ټول ووژني.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې يو تن  چارواکي جون ميک کيسک بي بي سي ته ويلي، چې د ميانمار پوځ د دغه هېواد په رخاين ولايت کې د مسلمانانو نسل کوشي کوي، چې له امله يې په زرګونه مسلمانان له دغه هېواده کډه کولو ته اړ شوي دي.

د ميانمار حکومت يادې سيمې ته خبريالان او مرستندويه کارکونکي نه ورپرېږدي.

يو شمير بشري ټولنې وايي، چې د ميانمار اکثره اوسېدونکي بودايان دي، چې له تېرو څو کلونو راپديخوا په رخاين ولايت کې په مسلمانانو لږکيو د حکومت په مرسته تشدد او ظلمونه ترسره کوي.

د ميک کيسک په وينا، چې د اکتوبر پر نهمه په ياده سيمه کې د ميانمار پوځ ۹ ساتونکي ووژل شول، چې حکومت د يادو سرتيرو تر وژنې وروسته غچ له روهينګا مسلمانانو واخيست.

په دې وروستيو کې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د پوځ په سرتيرو بريدونه ترسره شول، چارواکي يې پړه، له دغو مسلمانانو جوړه په نوې جهادي ډلې وراچوي.

د جون کیسيک په خبره د ميانمارځواکونه هلته د روهينګیا مسلمانانو د نارينه و وژنه، د څارويو په څېر د ماشومانو وژل، پر ښځينه و جنسي تېری، د کورونو سوځول، لوټل او دغه وګړي بنګلادېش ته کډه کولو ته اړ باسي.

په ورته وخت کې، د بنګلادېش د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې زرګونه روهينګا مسلمانانو ته يې په خپله خاوره ځای ورکړی او زرګونه نور پر پوله اوښتو ته منتظر دي.

څو ورځې د مخه د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د مخابراتي سپوږمکۍ له لارې ځينې عکسونه خپاره کړي ول، چې پکې په تېرو شپږو اونیو کې د روهينګیا مسلمانانو په کلیو کې تر ۱۲۰۰ زیات ویجاړ شوي کورونه لیدل کېږي، روهينګيا مسلمانان وايي، چې يواځې په دغه عملياتو کې سل تنه ووژل شول او سلګونه نور د ميانمار د پوځ لخوا ونيول شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close