ملګري ملتونه: نړیوال دې افغانستان کې د بشري ناورين مخنیوي لپاره بيړنۍ مرستې وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۵)

د ملګرو ملتونو د مهاجرينو چارو عالي کميشنر فيليپوګراندي او د يادې ادارې د عمومي منشي مرستيال او د بیړنیو مرستو همغږۍ کوونکي مارک لاوکاک کابل ته د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره له نړيوالو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د فيليپوګراندي په وينا، افغانستان کې جګړو، نا امنۍ، طبيعي پېښو او اقتصادي ستونزو له کبله په ډيره زیاته کچه افغانان له خپلو اصلي سيمو بې ځایه شوي دي.

دغه دواړه چارواکي د افغانستان د بشري وضعيت د ارزولو، د پناه غوښتونکو او بيرته ستنېدونکو افغانانو د وضعيت معلومولو لپاره له افغان چارواکو او نړيوالې ټولنې استازو سره خبرې کړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مهاجرينو اداره (UNHCR) او د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په يوه ګډه اعلاميه کې راغلي، په افغانستان کې ۴،۲ميلیونه کسان د جګړو، وچکالۍ او نورو طبيعي پېښو له امله او همدارنګه ۸،۷ميلیونه نور بيا د فقر، بيکارۍ او د موسمونو د بدلون په ترڅ کې د ژوند د متضرره کېدو له امله بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.

لاوکاک وايي “مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی او اوس وچکالي، سلګونه زره کورنۍ په ټول هیواد کې متاثره کړي دي. ملکي تلفاتو د بل هر وخت په پرتله زیاتوالی موندلی او ۴۰زره غیرنظامیان په تیرو څلورو کلونو کې زیانمن شوي او یا وژل شوي دي”.

د يادې ادارې مشرانو ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر او افغان حکومت سره په ګډه به د ۱،۹ ميليونه بې ځایه شويو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په خپل وروستي راپور کې ويلي و چې يواځې د دوه زره اتلسم کال له پيله تر ستمبر مياشت پورې ” ۲۰۸زره او ۶۱۵ افغانان” په کور دننه بې ځایه شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close