ملګري ملتونه وايي: طالبانو سره دې مخامخ خبرې وشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۸)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيوګوتيرس له طالبانو سره په مخامخ خبرو ټنګار کړی او له افغان حکومت يې غوښتي چې د افغانستان کړکيچ ختمولو لپاره دې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

انتونيو ګوتيریس د جنيوال په پرونۍ ناسته کې وويل، چې د افغانستان بحران بايد له سياسي لارو پای ته ورسيږي په وينا يې افغان حکومت او طالبان دې دا موقع له لاسه نه ورکوي.

په دغه کنفرانس کې د ګوتیریس سربېره امريکايي چارواکو، اروپايي ټولنې، روسيې، چين او د سيمې نورو هېوادونو هم د افغان سولې لپاره له طالبانو سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

په دغه غونډه کې ولسشمر غني هم برخه لرله او د خپلې وينا پر مهال يې وويل چې یوه مذاکراتي ډله يې جوړه کړې څو له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي خو طالبانو له يادې غونډې وروسته د اشرف غني د خبرو په غبرګون يوځل بيا وویل چې دوی د له بې واکه او د پردو لخوا تپل شوو جهتونو سره مذاکرات کول د وخت ضایع کیدل بولي.

طالبانو په ياده اعلاميه کې ويلي، اسلامي امارت د افغان مجاهد او قهرمان ملت په استازيتوب او په خپل مالکیت د مقدس جهاد د کامیابي لپاره له امریکايي اشغالګرو سره هم جګړه کوي او هم مذاکرات کوي.
په اعلاميه کې راغلي، د کابل رژیم د امریکایانو لخوا رامنځته شوی او پر افغان مسلمان ملت تپل شوی دی، دغه رژیم نه د افغانستان د خلکو نظام دی او نه هم د افغان میړني او مجاهد اولس نمایندګي کولای ش.

طالبانو له بې واکه او د پرديو له خوا د تپل شويو جهتونو سره مذاکرات د وخت ضایع کول بلل زياتوي  “ځکه چې بې واکه جهتونه د پریکړو اختیار نه لري.”
تر دې مخکې د طالبانو د استازو او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سولې د پلاوي چې مشري يې زلمی خلیلزاد کوي د افغانستان شخړې د ختمولو او د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره څو ځلې مذاکرات شوي چې د دواړو غاړو په وينا لا به هم په راتلونکي کې دغه ډول ناستې جريان پيدا کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close