ملګري ملتونه: په برما کې بشرضد جرمونه دې سم وپلټل شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۶)

د ملګرو ملتونو له خوا په یوه خپاره شوی راپور کې د برما پوځ د مسلمانو لږکیو په ټولوژنه او د هغوی پر ضد پر ناوړو انساني کړنو تورن شوی .

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي، پوځ د مسلمانانو پر وړاندې د وژنو، جنسي تیري، شکنجې، غلامۍ، د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د کلیو د ويجاړولو په څېر بشر ضد جرمونه ترسره کړي دي.
په یاد تحقیقي راپور کې غوښتل شوي چې باید د برما د پوځ مشر او پنځه تنه جنرالان د سترو جرمونو د پلان کولو په تور محاکمه شي.
راپور کې د نوبل جایزې ګټونکې او د دغه هیواد پر مشرې اٰن سانسوچي هم نیوکه شوې چې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلې او معلومیږی چې پوځ ته یې په لوی لاس د دې تاوتریخوالي اجازه ورکړې.

راپور زیاتوي، د میانمار په راخین آیالت کې چې ګڼ بشر ضد جرمونو په کې ترسره شوي، باید بې پرې څیړنې وشي او د روهينګیا مسلمانانو د ډله ييزې وژنې قضیه دې نړيوالې محکمې ته وړاندې شي.

باید وویل شی چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا ۷۰۰ زره روهینګیا مسلمانان د برما د پوځ د تاوتریخوالي له کبله له میانماره بنګلادیش ته تښتېدلي او هلته د کډوالۍ له ستونزو ډک ژوند تیروي.

د ملګرو ملتونو راپور کې د کلیو سوځولو، ډلییزو وژنو او نورو بوږنونکو مواردو ته اشاره شوې او زیاتوي، د برما پوځ له بشري حقونو دومره سرغړونې کړې چې سترګې پرې نه شي پټېدلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close