ملګري ملتونه: په يونان کې کډوال له سخت ژوند سره مخ دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۰)

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره “UNHCR” وايي، په يونان کې زرګونه کډوال چې په سختو لارو دغه هېواد ته ورغلي ژوند يې له کړاو سره مخ دی.

د يادې ادارې وياند چارلي ياکسلي وايي، د یونان په لېس بوس، سموس او چیوس کې د کډوالو په کمپونو کې زرګونه کسان په خرابو حالاتو کې ژوند کوي زياتوي: “د لېس بوس پنډغالی د دوه زره کسانو لپاره جوړ شوی خو اوس مهال پکې اووه زره کسان ژوند کوي”.

د چارلي په وينا، د کډوالو دغه پنډغالي ډير ګنده چې د ماشومانو په ګډون ډيری کډوال د ذهني فشار، جنسي زورونو سربيره په ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړی وايي، دغه پنډغالو ته د ورځې يوسل څوارلس تنه له خپلو کورنيو سره ورځي چې ډيری پکې د افغانستان، شام او عراق وګړي دي په خبره يې چې د زياتېدونکو کډوالو په ورتګ سره دغلته ژوند نور هم له سختيو سره مخ کيدلی شي.

د ملګرو ملتونو ادارې، له يوناني چارواکو غوښتي چې د دغه پنډغالو نظم برابر او د هغوی د ژوند تيرولو اړوند مشکلاتو ته دې پاملرنه وکړي او يادې د دوی ادارې ته اجازه ورکړي، څو په ستمبر مياشت کې له یادو پنډغالو ځينې خلک د اروپا نورو سيمو ته انتقال کړي.

د افغانانو په شمول د عراق، شام او ځينو نورو هېوادونو زرګونه کسان په خپلو هېوادونو کې د بې کارۍ، فقر او نا امنۍ له کبله په سختو لارو د اروپايي هېوادونو په تکل لومړی ایران، بیا ترکيې او يونان ته اوړي چې ډيری يې په سمندرونو، سختو لارو او د لوږو تندو له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close