ممپلي وخورئ او خپله روغتیا مو بشپړه کړئ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۷)

په داسې حال کې چې اختریزې ورځې هم په رانږدې کیدو دی او د عام دود له مخې خلک په کې له وچو میوو په ځانګړي ډول له ممپلیو زیاته استفاده کوي، نو په همدې اساس غواړو نن درته د ممپلیو اړوند معلومات وړاندې کړو.

ممپلي د لومړي ځل لپاره برازیل هیواد کې وموندل شول چې بیا وروسته یې نړۍ ته لاره وموندله، دا نبات په ګرمسیرو سیمو کې ښه نتیجه ورکوي ،پاڼې يې مرکبې دي د دوه رنګه زیړ بخوني ګلان لري کله چې د دواړو ګلانو ترمنځ القاح صورت ونيسي بيا ، نو دغه ساقې خاورو ته نېږدې کېږي او همداسې په ځمکه ننوزي او هلته حاصل ورکوي.

د روغتیا پوهانو له آنده، ممپلي په پراخه پيمانه پروټين لري ، خو ترڅنګ یې د امينو اسيدونو پراخه ډولونه لکه ليزين ، سيستين او ميتونين هم په کې شته ، چې بايد چې له مکملې غذا سره يو ځای ترې ګټه واخيستل شي.

روغتیا پالان وایي، په ممپلي کې ويټامين بي ۳ شتون لري چې په ځانګړي ډول اعصاب پیاوړي کوي او د انسان حافظې ته ګټه لري.

ممپلي

دغه راز ممپلي د شکر لپاره هم مفید درمل دي او هغه کسان چې له دې ناروغۍ کړیږي باید ترې استفاده وکړي.

 

ممپلي د وینې د کولیسترول په کمولو کې هم مهمه ونډه لري او پردې سربیره د اضافي وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.
څیړنو ښوودلې چې ممپلي د هغو کسانو لپاره چې د زړه حمله پرې راځي ګټه لري او دغه راز کولی شي د زړه ټوپونه یا ضربان تنظیم کړي.

د روغتیایی چارو پوهان وایي، ممپلي له انرژي څخه ډکه وچه میوه ده ، کمزورو او کم خونو خلکو ته په کار ده چې ممپلي وخوري د دې ترڅنګ هغه ميندې ، چې ماشوم ته شيدې ورکوي شيدې يې زياتوي.
ممپلي د هډوکو په ځانګړي ډول د غاښونو د درد لپاره اړین درمل دي او همداراز د سرطان په مخنیوي کې هم اغیزناک رول لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close