منصور دادالله وژل شوی دی

کابل ټکی کام

د زابل په جګړه کې د مساپرو هزاره ګانو قاتل منصور دادالله وژل شوی دی.

منصور دادالله د طالبانو د پخواني جنګي قمندان ملا دادالله اخند کشر ورور چې د طالبانو له امارت سره یې په مخالفت لاس پورې کړی و، او له داعش سره یې بیعت اعلان کړی و، د حقمل نومي طالب په کور کې پټ و چې ووژل شو.

ازبک داعشیان په زابل خاک افغان او د غزني په ګیلان کې میشت شوي و چې د هزاروو په تښتونو او بې ناموسۍ اړولو یې لاس پورې کړ، طالبانو د موضوع په اړه یو شمېر علماء او مشایخ ددې په موخه ولېږل چې له ورته کارونو لاس واخلي او د شیعه سني جنګ ته لمن ونه وهي، خو منصور دادالله او داعشیان په خپل دريځ ولاړ، خپلو تښتونو ته دوام ورکړ.

طالبانو موضوع ته په کتو سره له علماوو فتوا واخیسته او جګړه یې پرې شروع کړه.

د همدې جګړې په ترڅ کې منصور دادالله په یوه کور کې پټ شو خو د طالبانو د سرچ اپریشن په ترڅ کې د یو ساعته جګړې وروسته ووژل شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close