منظور صیب د غورځنګ نوم دې بدل کړه!

لیکوال: خالد ځدراڼ

منظور صیب پوهیږم دردېدلی یې، ستا درد يوازې ما نه، بلکې ټولې نړۍ درک کړی دی، ځکه خو د نړۍ پښتنو درپسې اقتدا کړې،

ځکه خو پښتون اولس د خپلې لارې رهبر جوړ کړې،

ځکه خو پښتنو خپل ژوند ستا زولۍ ته در ګوزار کړ، ته د کوزې پښتونخوا پښتنو ته یو مشال شوې، یو ته یې چې د کوزې پښتونخوا د دردونو د انځورګرۍ لار دې غوره کړه، یو ته یې چې د کوزې پښتونخوا د دردونو ترجماني دې دنیا ته وکړه، تا په هر رنګه حالاتو کې د کوزې پختونخوا له دښمن سره مقابله وکړه.

ته خبر یې؟

منظور پشتون صیب ته خبر یې؟ چې کلونه وشول چې زموږ پر پاکه خاوره سرو کفارو یرغل کړی.

منظوره! کلونه کېږي دغه وحشیان موږ د پنجاب تر نامه لاندې وژني، ربړوي مو، شکنجه کوي مو، او زندانو ته مو اچوي.

منظوره! دغو وحشیانو موږ په ژوند پېښمانه کړي یو.

منظور صیب! لکه څرنګه چې د پاکستان حکومت ستاسو کورونه بمبار کړل همدا شان زموږ کورونه هم د سرو کفارو له لوري د هوایی بریدونو ښکار دي.

منظور صیب! لکه څرنګه د اپریشن په نوم ستاسو تورسرې بې عزته شوې، همدا ډول زموږ تورسري هم د عملیاتو تر نامه لاندې زورول کېږي او بې عزته کېږي.

منظور صیب! رأو انور که په کراچۍ کې ۴۵۰ عام پښتانه په شهادت رسولي،  دلته په کندهار کې بیا جنرال رازق زرګونه بې ګناه پښتانه په شهادت رسولي.

منظور صیب! لکه څرنګه چې جنرال مشرف د زرګونو پښتانو قاتل دی، دلته بیا جنرال دوستم هم د ده دوه برابره پښتانه په شهادت رسولي.

منظور صیب! د ګیلې تر څنګ یوه غوښتنه هم لرم!

مشره! ګیله مې په خپل ځای خو د پښتون تحفظ مؤمنټ نوم دې د کوزې پښتونخوا تحفظ مؤمنټ ته بدل کړه!

ولې؟

ما ډیر وڅارلې د افغانستان مېشتو پښتانو درد نه شې  بیانولی!

ته صرف د کوزې پښتونخوا د پښتانو درد وینې،

ته صرف تر خپلو ځاریږې، څومره مینه چې موږ افغانانو تاته درکړې ده، د هغې برابر مینه تا رانه کړه،

په تا باندې د شوو ظلمونو پوښتنه څومره چې موږ افغانانو له پنجاپ څخه وکړه، تا د هغې زره برابر هم له کفارو څخه پر موږ د شوو ظلمونو پوښتنه نه ده کړې، شاید حقیقت به دې درک کړی وي! خو نه بیانول به یې ستا یوه سیاسي مجبوري وي.

پوهېږم ته دردیدلی یې، ته دومره دردېدلی یې چې د بل چا درد درته هیڅ نه ښکاري، ته د حالاتو په اور کې سکاره شوې، د تناره په منځ کې ژوند کوې.

کوشش وکړه ځان ته د ټولو پښتانو د رهبر نوم مه ور کوه، ته صرف تر نیمو هم د کمو پښتانو رهبر یې!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close