مهم خبر : طالبانو کابل پغمان کې یو مهم قومندان وواژه

(کابل ټکی کام  :دوشنبه ،لړم ۱۸ ،۹۴ ۱۳ل)

کابل ولایت نه په ترلاسه شوو رپوټونو کې ويل شوي دي چې د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندې سیمه کې نامتو قومندان عتیق الله د طالبانو په یوه ناڅاپي بريد کې ووژل شو .

د سیمې خلکو په وینا قږمندان عقیق د سيمې یو جابر قومندان او زور واکی وه او د ډېری خلکو په وژلو او زورولو تورن وه .

د دغه برید مسؤلیت طالبانو منلی زیاته کړې يي ده چې ددوي یوه طالب چارواکي له لورې د شپې مهال په مخامخ ډزو وواژه .

د طالبانو په وینا د قومندان عتيق الله دوه تنه زامن د استخباراتو کارکونکي دي او  د دوي ملګري يي له شر نه نه دي خلاص او د دوي له لوري په نظامي نقشي کې له تعقیب لاندي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې اړه امنیتي چارواکو څه نه دي ويلي .

بدرالدین ځواک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close