مهم خبر: هلمندسنګين کې د ماموريت د ۶۵عسکروپه ګډون۵ قومندانان طالبانو ته تسليم شول

(کابل ټکی کام  : جمعه ( ١٣٩٤ لړم ٢۲/ ٢٠١٥ م نومبر  ١۳)

هلمند ولایت نه مو خبر ترلاسه کړ، چې د سنګين ولسوالۍ کې د یوه ماموريت ۷۰ تنه افغان ځواکونه چې ۵ تنه يي مهم قومندانان دي  له سپکو او درنو وسلو او مهماتو سره يوځای طالبانو ته تسليم شول .

دغه سرتېري چې د اردو د ماموریت پوري تړلي وه تېره ورځ مازدیګر ۵ بجې دیادي ولسوالۍ اړوند د اسټیشن په سیمه کې طالبانو سره په خپلو وسلو سمبال یو ځای شول .

د وسلو او مهماتو ترڅنګ يي ۵ شوبلې ، ۳ وسط هاوانونه ، ۲SPG9  توپونه ، ۱۸ امریکایي ثقیلان ، ۵۰ امریکایي ټوپکونه هم طالبانو ته تسليم کړي دي .

بدرالدین ځواک

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close