مودي: پاکستان ته د هند تلونکې اوبه به بندې کړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۶) الماس خدرخېل

د هندي رسنيو له قوله خبر ورکړل شوی، چې د دغه هېواد لومړي وزير نريندرا مودي ويلي پاکستان ته بهېدونکي د هند اوبه به له دغه هېواده راوګرځوي.

نوموړي د پنجاب ایالت په بټنډه ښار کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل” د سیند اوبه زموږ د کرونګرو حق دی، حکومت یو کاري ځواک د دې ارځولو لپاره ګومارلی چې د طاس تړون له مخې کومې اوبه پاکستان ته ځي، هغه په څه ډول لا ډېرې په خپل کور کې وکارول شي”.

د هند او پاکستان تر منځ د سیند طاس تړون په ۱۹۶۰ کال کې شوی، چې له مخې یې له کشمېر ترېدونکو دریو سیندونو( سیند، چناب او جیلم) په اوبو کې د پاکستان حق منل شوی او د دې سیندونو ۸۰ سلنه اوبه کاروي.

پاکستان پر دغو درو سیندونو باندې چې د اباسین، چناب او جهلم په نامه یادیږي، د خپلو زراعتي ځمکو دپاره ډیره اتکا کوي او د څښاک اوبه هم ددې سیندونو څخه پوره کوي.

د روان کال په سپتمبر میاشت کې نريندرا مودي پر دغه تړون د بیا کتنې خبره کړې وه،  نوموړي ويلي و(وینې او اوبه یو ځای نشي سره بهېدلی).

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزير نوازشريف ويلي، چې سند طاس تړون د اسلام اباد او نوي ډيلی په خوښه رامنځته شوی، د تړون يو لوری په خيل سر له دغه تړونه ځان نه شي ويستلی.

د کشمیر په اوړي نومي سیمه کې پر هندي پوځیانو د وسله والو له برید وروسته په هند کې د هغو سیندونو د لوري بدلون غوښتنې ډېرې شوې، چې اوبه یې پاکستان ته بهیږي.

له دې وړاندې هم د دواړو غاړو تر منځ په يادو اوبو لانجې شوي، پاکستان وايي هند زیات بندونه جوړ کړي دي او په لړ کې یې پاکستان د اوبو څخه محرومه شوی دی، خو هند بیا وایي چې بندونه د تړون پراساس دي او د تړون د متن څخه هیڅ ډول سرغړونه نه ده شوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close