مورجانې سبا درځم

ليکوال : حارث خوګياڼي

کونډې مورجانې یې ورته د لږ لږ پیسو په جمعه کولو د مدرسې لپاره یو کمبل او یو دوه کتابونه واخیستل د ژمې موسم وو خپل ځوی عبدالله یې د کلي د مسجد امام سره یې مدرسې ته ولیګه.
د عبدالله پر شونډو نري نري بریتونه راټوکیدلي وه ډیر ذهین او باتجربه شخص وو استاذ به چې کله کوم درس یو ځل تکرار کړو سم دستي به یې زده کړی وو.
د مدرسې درسونه یې تر نیمایي ورسول، پوی، ذهین او زیرک شخص وو.
یوه ورځ یې مدرسې ته یو جهادي قومندان راغلو د مدرسې د ټولو شاګردانو سره یې ښه راغلاست ښه په مینه محبت سره وکړل د مدرسې د استاذ تر څنګ کیناستلو
عبدالله چې په استاذ ګران وو ځان ته یې وغوښتلو او د قومندان سره یې مرکه پیل کړه
طالب قومندان د خپلو مرګرو د جهادي کړنو کېسې شروع کړې یوه کېسه یې شروع کړه خو هغه نه پوهیدو چې د کوم شخص د میړانې او شهادت کېسه بیانووم هغه شخص د عبدالله پلار دی
کېسه یې بیان کړه عبدالله د هرې نقطې سره د سترګو د شکر او د درد اوښکې یوځای تویولې
د مجلس په وروستیو کې عبدالله د قومندان سره تعارف وکړ
قومندان په تندي ښکل کړو او د خپل شهید ملګري د لیدلو تنده یې ورباندې ماته کړه
عبدالله د قومندان سره د جهاد ډګر ته وواته .
وخت تیریده د عبدالله رابطه د کور سره قطعه وه
څه موده وروسته د مشکلاتو په شتون کې یې د کاکا ځوی بختیار ته زنګ وواهه تر څو د مورجانې سره وغږیږي .
د مورجانې سره یې د زړه خواله وکړه د مسافرۍ د ژوند ټولې صحنې یې ورته واورولې .
مورجانې د مدرسې باره کې ځینې پوښتنې وکړې او عبدالله ورته ځواب وویلو
د مرکې په پای کې یې مورجانې ته وویل مورجانې ته خبره یې سبا درځم
مور یې موسکۍ شوه او په سترګو کې یې د خوښۍ اوښکې لیدل کیدې وه بچیه په تاپسې مې دا دوه سترګې څلور شوې کله به دې وینم
عبدالله ورته وویل مورجانې نوره مه خفه کیږه هغه د لوی انتظار شېبې رالنډې شوي دي سبا درځم
نن ورځ د عبدالله په مورجانې لکه کال تیریدله مازدیګر وخت یې د لیونۍ په شان د لمر سترګې ته زارۍ شروع کړي خیر دی کنه نن ورځ لږ زر ډوبه شه تر څو مې عبدالله جان کور ته زر راشي
لمر سترګه ماښام ډوبه شوه خو مورجانې بیا هم د انتظار شېبې په ډیره خوښۍ سره تیرولې شپه اوږده شوه مورجانې ته خوب نه ورتله
د شپې به چې لږ کړپ هم شوو نو بهر به راووتله عبدالله ته یې؟؟
شپه نه ختمېدله ټوله شپه یې په ناستې تیره کړه
سهار لمونځ یې اداء کړو د انتظار هغه شېبې بیخي اوږدې معلومیدلې د مور غوږونو کې د عبدالله هماغه خبره تاویدله چې مورجانې سبا درځم
پاس هوا کې څارګرو الوتکو ګړنګهار شروع کړی وو هوایي فضاء ټوله ګردجنه او ویرجنه معلومیدله
شېبه وروسته د عبدالله پر سراچه ډوله موټر د مزایل ګذار کوي
د عبدالله او مورجانې د دیدن هغه لنډې شېبې د عمر لپاره ختموي
مور یې راووتله او د اخ په ویلو سره یې خپله ټنډه په څپیړه ووهله او ویل یې اخ لکه چې بیا یې کومه خور بوره کړه .
خو خبره نه وه چې تنکی عبدالله جان یې د ډرون ګذار وخوړ.
شېبه وروسته یې عبدالله د کور په انګړ وردننه کړ د عبدالله او د مورجانې د انتظار شیبو ته یې د پای ټکی کېښود
مورجانې سبا درځم….

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close