موسم سړيږي خوجګړې توديږي

په هېوادکې دنورو سرسيرو سيموترڅنګ نورستان غرنۍ او  واورينه سيمه ده ددې ولايت اوسيدونکي زيات وخت په يخ موسم کې تيره وي د ژمي په موسم کې  چې د پيچ  درې   واوړې  بيا يوازې اوبه نه  ټول ژوند کنګل شي  دګلسلک اومرکز ( واما) اوسيدونکي خو په ټول واورين ژمي کې له کورونو نه شي وتلاى، هيڅ ډول کار او  روزګار نه کيږي  خو دادې اومه ورځ ده چې په کنګل نورستان کې  توده جګړه روانه ده او دهرې ورځې په تيريدو سره جګړه نوروخواو ته لمن پراخوي .

لومړي يواځې دنوروستان په دوآب سيمه کې جګړه روانه وه خو اوس چې کوم تازه راپورونه ترلاسه شوي دي خوا شا دنورو سيمو څخه هم د ډزو  اوازونه اوريدل شوي دي.

داچې د تيرې يوې اونۍ څخه په نوروستان دوآب  ولسوالۍ کې ددولتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده او دنوروسيموڅخه هم طالب وسله وال راتاوشوي يعنې ولسوالي ېې محاصره کړي ده  څرنګه به دولتي ځواکونه محاصره ماته کړي چې دمخه څو وارې په نوروستان کې دمحاصرو پرمهال دولتي ځواکونو دوی ته د وسلودنه رسيدو او خوراکي موادو دکمښت ويناوې کړي خو دولت پرې هيڅ غور نه دى کړى.

په تيرو کلونوکې به دناټو قوماندانانو دګرمۍ په موسم کې دطالب وسله والو دبريدونو دپراختيا او زورموندلو خبر ورکاوه خو اوس دادې موسم په سړيدو شو اوپه نورستان کې جګړه په ګرميدوده ديوې اونۍ جګړې په دوام تراوسه پورې په جګړه کې کوم کمښت نه دى راغلى.

دنورستان ولايتي چارواکو اوپه جګړه کې راګيرو دولتي ځواکونو ويلي چې طالب وسله والو ته ېې مرګ ژوبله اړولې خو د طالب وسله والو لخوا په دې اړه لا څه نه دې ويل شوي  داچې دوآب ولسوالي ديوې اونۍ په دوام اوس هم محاصره ده دولتي ځواکونه به هم دمرګ ژوبلې نه په امن نه وي،  ځکه  ديوې اونۍ په جګړه کې خامخا دواړه خواو ته مرګ ژوبله اوړي .

دتيرپه څير د نورستان دچارواکو په  وينا تراوسه پورې د نورو  ولاياتو او يا له مرکزه  نورستان ته مرستندويه  ځواکونه ، نه دي ور رسيدلي او يواځې په جګړه کې راګير پوځيان د طالبانو سره په جګړه بوخت دي  د دولتي چارواکو په وينا يوه هليکوپتر په غرنۍ سيمه کې هدف(طالب وسله وال) هيڅ وخت نه شي ويشتلى.

له کومې ورځې چې دنورستان په دوآب ولسوالۍ کې جګړه پيل شوي ده امنيه قوماندان ېې له ولسوالۍ وتلی دى داچې دنورو پوځونو د ورليږلو هڅه کوي او که ېې پښې سپکې کړي  رسنيوپرې  لا څه نه دي  ويلي خو که  د نوروستان دوآب محاصره ولسوالۍ سره  دنورو قواو مرسته ونه کړل شي نه يواځې داچې ياده ولسوالي به دسقوط سره مخ شي بلکه دنوروستان نورې ولسوالۍ به هم د دولت له واکه ووځي.

 

که هليکوپتر هرڅوبمباريوته دوام ورکړي  طالب وسله والو ولسوالي محاصره کړيده  په نورستان کې موسم سخت يخ دى  ددې تودې جګړې څخه داسې څرګنديږي چې دنورستان په نورو ولسواليوکې  به هم په همدې يخ موسم کې جګړه توده  شي.

دولتي ځواکونوته به په يومهال دټولوپه جګړه کې ښکيلو ولسواليو دفاع ستونزمنه شي نه ده څرګنده چې په دې ولسوالۍ کې  به موجوده ځواکونه د وسله والو طالبانو محاصره ماته کړي  طالب وسله وال به په شاه کړي او که به طالب وسله وال ولسوالي  سقوط کړي؟.

په نورستان کې دنورو ولاياتو او کونړ په پرتله موسم زيات يخ دى دملکي وګړو او هم  د دوآب ولسوالۍ ددفاعي ځواکونو سره خوراکي توکي او جنګي مهمات په تماميدو دي   چې په يخ موسم کې د تودې جګړې پريکړه به په نږدي وخت کې وشي حيرانوونکې خبره داده چې په نوروکلونوکې به موسم يخ شو جګړه به هم سړه شوه خو سږ کال موسم  سړيږي او جګړه توديږي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close