موصل کې د داعش ډلې یو جګپوړی قومندان وژل شوی

کابل ټکی کام(۱۳۹۵ لړم ۲۳) احمدالله مهاجر

عراقي ځواکونو ادعا کړې ده، چې په موصل ښار کې یې د عملیاتو په لړ کې د داعش ډلې یو جګپوړی قومندان (شیخ فریس) چې په محمود شکري النعیمي باندې مشهور وو له منځه وړی دی.

دغه خبر CCN ټلویزیون خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې دغه قومندان د یوه هوايي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

له څو ورځو راهیسې عراقي ځواکونو د موصل ښار د بېرته نیولو په موخه پراخ عملیات پیل کړي دي، چې ځينې شمالي سیمې یې ترې خپلې کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close