مولانا سميع الحق: امريکا او ملګري يې نه غواړي چې افغانستان کې امن وي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۰)

پاکستان ته د افغان ديني عالمانو په نوم پلاوي د دغه هېواد د جمعيت علمای اسلام له مشر مولانا سميع الحق څخه مرسته غوښتې څو طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي، د اشرف غني د حکومت استازي په خيبرپښتونخوا کې د اکوړې مدرسې “حقاني دارلعلوم” ته د مولانا سميع الحق ملاقات ته ورغلي و.

دغه پلاوي ته مولانا سميع الحق ويلي، هيله يې دا ده چې افغانستان کې جهاد پای ته ورسېږي، د وينې تويېدنه بنده او افغانستان يو خپلواک- امن هېواد شي خو زياته کړې يې ده چې “د افغانستان مسله نړيواله مسله ده، امريکا او ملګري يې نه غواړي چې دغه هېواد امن وي”.

دغه راز ياد پلاوي د جمعيت اسلامي ګوند له مشر سراج الحق سره هم ليده کاته کړي او له هغه يې د سولې بهير کې د همکارۍ غوښتنه کړې او د دغه ګوند يوه ديني عالم صاحب زاده ويلي چې دوی په افغانستان کې د سولې له بهيره ملاتړ کوي.

پاکستان ته د دغه پلاوي له سفر مخکې طالبانو په يوه اعلاميه کې ورته ډول غونډې د امريکايي استخباراتو دسيسه بللې وه او ويلي يې و چې “اسلامي امارت یوځل بیا په افغانستان او پاکستان کې په ريښتینو او مستقلو دیني عالمانو باندې غږ کوي چې د امریکايي ستراتيژیستانو او استخباراتو د پلانونو قرباني نشي او په یادو غونډوکي ګډون ونه کړي، وروسته له ۱۷ کالو د افغانستان جهاد ته نوی مفهوم او محمل پیدا نه کړي او په غیر مستقیمه توګه د امریکا له اشغال سره همکاري ونه کړي”.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close