مولانا سمیع الحق په حق ورسېد

صفي الله رائد

طبعاً د مولانا سمیع الحق په شهادت به یې شاګردان او متعلقین ډېر خفه وي. خو
اکثر چې وینم د لر او بر ډېری نیشنلیان پرې خوښ او خوشحال دي، البته زه پرې دلته ډېر څه نه لیکم؛ ځکه دلیل یې ښکاره او واضح دی؛ چې دغه ډله له علماوو سره د زړه له تله بغض او کرکه لري، خوا که هغه لر علماء دي او که بر.
هو! ځینې افغانان شته چې د اسلامي امارت تر قیادت لاندې د روان مقدس جهاد فتوی یې مولانا سمیع الحق ته منسوبوله چې زه دا دوی خپله کمزوري او تېروتنه بولم؛
ځکه روان مقدس جهاد د سمیع الحق له فتوی پرته روان و/ روان دی او روان به وي. ان شاءالله.
او نه هم روان سپېڅلی جهاد د مولانا سمیع الحق په فتوی شروع شوی و!

مولانا سمیع الحق د دارالعلوم حقانیه باني او مهتمم ستر محدث شیخ القران والحدیث مولانا عبدالحق نور الله مرقده، ځوی او له کلونو راهیسې د یادې مدرسې مشر مهتتم و، چې څه باندې اتیا کاله عمر یې درلود.
د مولانا سمیع الحق پلرنی وطن افغانستان و؛ نیکونه یې پخوا د افغانستان له غزني ولایت څخه پېښور ته تللي و، چې بیا هلته میشت شول، چې هلته یې کلونه کلونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په خدمت کې تېر کړل. چې د دې سترې علمي کورنۍ د خدمت یادولو کې دار العلوم حقانیه د یادولو وړ ده، چې هر کال په زرګونو علماء کرام نړۍ ته داسلام د خدمت لپاره وړاندې کوي. چې دا یو ډېر لوی سعادت دی.

باید ووایم:
چې عالم دین به وژل کېږي. یابه دغه عالم په خپل دین کلک ولاړ او د خپل الهي دین به خادم وي، یعني پر مخلوق به د خالق احکام جاري کوي، چې په دې صورت کې د کفارو، مشرکینو او منافقینو ښکار ګرځي او شهید کېږي به!
او یابه دغه عالم دین د یو څو ډالرو او یا نورو مادیاتو په بدل کې له خپل دین او قران څخه تېرېږي، د کفارو لپاره به د یو څو ډالرو مقابل کې د قران ایتونه تحریفوي، چې په دې صورت کې به د خپلو مسلمانانو له لاسه ټارګېټ کېږي او وژل کېږي به.

مولانا صاحب د دین دښمنانو لخوا ټارګېټ شوی او په شهادت رسیدلی چې دا د مولانا صاحب لپاره یو لوی اعزاز او سعادت دی؛ چې په دومره لوی عمر کې الله پاک بیاهم شهادت ورنصیب کړ.

دا چې مولانا سمیع الحق د کومې ډلې او ټپلې سړی و؟
افغانی که پاکستانی وو؟! زه یې دېته نه ګورم مګر دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو خادم و، په نه شتون یې خفه یم او د زړه له تله پرې خفه یم.
روح یې ښاد

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close