مونږ ماتوله امریکا خلکو خندل راپورې

شاعر: هـبةالله مـنتقــم

مونږ ماتوله امریکا خلکو خندل راپورې

راته یو شوې وه دنیا خلکو خندل راپورې

خلکو ویل ستا خړ ټوپک او د ایټم سره جنګ

د دوی جواب کې زمونږ خندا خلکو خندل راپورې

مونږ ویل یو ورځ به په ټیټو سترګو تښتي کفار

دا وخت راغلی نن سبا خلکو خندل راپورې

شکست یې ومنه ډیر زیات دي پښېمان په راتګ

دا فکر نه کوه هیچا خلکو خندل راپورې

دوی په ټانګونو او فوځونو طیارو نازېدل

مونږ یې هېڅ نکړله پرواه خلکو خندل راپورې

منافقین د دوی خدمت کې ډېر په ویاړ ولاړ ول

نن یې پریږدي ګوری تنها خلکو خندل راپورې

خلکو ویل چې امریکاپه هېڅ شان نه ماتیږي

ګران منتقم هبةالله خلکوخندل راپورې

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close